د جرمني د سټوټګارت ښار یو انځور د جلال اباد ښار د مخابراتو چوک په نوم خپور شوی!

False International

سټوټګارټ د جرمني په سویل لویدیځ برخه کې یو صنعتي ښار دی، چې د بادن وورتمبرګ ایالت پلازمینه ګڼل کیږي. د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو د دغه ښار یو انځور له دې ادعا سره خپور کړی، چې ګواکې دا په جلال اباد ښار کې د مخابراتو د چوک انځور دی، په داسې حال کې چې د فیسبوک کاروونکو یاده ادعا غیر حقیقي او انځور اصلاً په جلال اباد ښار پورې تړاو نلري. 

تاسې کولی شئ، چې د ټولنیزو رسنیو فیسبوک څو کاروونکو پوسټونه د نمونې په توګه په لاندې ډول مشاهده کړئ:

دوی په خپلو پوسټونو کې د جرمني سټوټګارټ ښار له دې انځور سره لیکلي: «دا زمونږ د زیبا وطن جلال اباد مخابراتو چوک دی».

Archive | Facebook Post

Archive | Facebook Post

رېښتیا څه دي؟

دغه انځور چې د ټولنیزو رسنیو یو شمېر افغان فیسبوک کاروونکو د جلال اباد ښار مخابراتو چوک په نوم خپور کړی په حقیقت کې دا په جرمني‌کې د سټوټګارټ ښار یو انځور دی.

د سټوتګارټ ښار په دې انځور کې یوازې یوه وداني د جلال اباد ښار سراج العمارات بن تاریخي ودانۍ سره یوه اندازه ورته والی لري. 

موږ ولې وایو، چې دا انځور په جلاب اباد ښار پورې تړاو نلري؟

موږ دغه انځور چې د ټولنیزو رسنیو یو شمېر افغان فیسبوک کاروونکو د جلال اباد ښار مخابراتو چوک تر نوم لاندې خپور کړی، لومړی مو په ګوګل ایمیج کې وپلټلو، چې هلته زیات شمېر شواهد په لاس راغلل او په لاندې ډول دي.

موږ همدا عکس د انځورنو په یو مشهور سټاک (alamy) کې پیدا کړو، چې هلته ورسره کپشن کې وضاحت لیکل شوی او دغه سیمه یا انځور د جرمني سټوټګارټ ښار په نوم یاد شوی دی، چې تاسې یې په یاد ویبسایټ کې کتلی شئ.

همدا راز په یو بل مشور سټاک (istockphoto.com) کې موږ د همدې ځای ویدیو هم پیدا کړه، چې تاسې هلته کتلی شئ:

همدا راز که تاسې غواړئ د جرمني د یاد صنعتي او مهم ښار له بېلا بېلو زاویو ننداره کړئ، نو د City in 4K په نوم یوټیو چینل یې ویډیو خپره کړې او تاسې یې کتلی شئ.

پایله: د فکټ کریسنډو موندنو وښودله، چې دغه انځور د جلال اباد ښار کوم ځای ندی، بلکې دا پل په حقیقت کې د جرمني سټوټګارټ ښار یو انځور دی او یوازې د سټوتګارټ ښار په دې انځور کې یوه وداني د جلال اباد ښار سراج العمارات بن تاریخي ودانۍ سره یوه اندازه ورته والی لري.

Avatar

د جرمني د سټوټګارت ښار یو انځور د جلال اباد ښار د مخابراتو چوک په نوم خپور شوی! : TITLE

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *