
په ټولنیزو رسنیو کې د دایکندي د سوختوک برېښنا بند ځیني عکسونه لاس په لاس شوي چې ویل شوې د درز له امله د نړېدو له خطر سره مخ دی. خو چارواکي وایي چې خوندي دی.
ادعا
د بامیان آنلاین سیمه ایز ټلویزیون د ۲۰۲۱ کال د فبرورۍ پر ۱۸مه داسې انځور خپور کړی چې په هغه کې د سوختوک برېښنا بند دېوال سمنټ شوی او یو کس پر بوشکه ورباندې اوبه اچوي. دا ټلویزیون په خپله فېسبوک پاڼه کې لیکلي: «د سوختوک برېښنا بند چارې اوه کاله وړاندې پیل شوې وې او تمه وه چې راتلونکې اونۍ پرانېستل شي خو د پرانېستلو څخه مخکې یې درز پیدا کړی چې د دې ولایت اوسیدونکي یې اندېښمن کړي.»
عکس: د بامیان آنلاین ټلویزیون له فېسبوک پاڼې
د واقعیت ارزونه
د دایکندي ولایت د مقام دفتر د برېښنا شرکت قربان مصدق له قوله لیکلي چې د دغه بند په چپ اړخ کې یو کوچنی درز پیدا شوی خو د اندېښنې وړ نه دی. د دغه ولایت د مقام دفتر په فېسبوک پاڼه کې راغلي: «دوه ورځې وړاندې د دغه بند ځیني انځورونه په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شول او د ټولنیزو رسنیو کاروونکي د دغه بند د صحت په اړه وپوښتل. په همدې موخه د دایکندي اقتصادي او ټولنیز مرستیاله فاطمې اکبري د یوه تخنیکي پلاوي سره د دغه بند څخه لیدنه وکړه.»
په دې خبر کې همدا راز راغلي چې تر دې وړاندې له کابل څخه یو تخنیکي پلاوی دایکندي ته راغلی وو چې ۱۶ کوچنۍ ستونزې یې پېژندلې او د اوارۍ لپاره یې کار روان دی. فاطمه اکبري د برېښنا شرکت له آمریت څخه غوښتي چې تخنیکي ډله دې بیاځلې باید له کابل څخه دایکندي ته واستول شي تر څو د ستونزې د اوارۍ او د بند بشپړېدلو لپاره اقدام وکړي.
د دایکندي ولایت د مقام دفتر له فېسبوک پاڼې
له بلې خوا بي بي سي پښتو په یوه راپور کې د دایکندي مرستیال والي محمد علي روزګاني له قوله ويلي چې په خواله رسنیو کې هغه راپورونه ناسم دي چې ګواکې د سوختوک بند د برېښنا له خطر سره مخ دی.
ښاغلي روزګاني بي بي سي ته ویلي: «د درز خبره هغه کسان کوي چې تر ډېره مدني فعالان دي او دا بحث دوه کاله مخکې هم و. د ځايي ادارې په غوښتنه هغه مهال ارګ یو تخنیکي پلاوی را ولېږه، چې د دې بند وضعیت وارزوي، دغه پلاوي اتلس تخنیکي ستونزې وپېژندلې خو ډاډ یې را کړ چې دا تخنیکي ستونزې لویې نه دي بلکې اوارېدلی شي».
عکس: د بي بي سي پښتو له وبسایټ څخه
له دوو میاشتو راهیسې د سوختوک له بند څخه د برېښنا د ګټې اخستنې لړۍ په امتحاني توګه روانه ده.
پایله
په ټولنیزو رسنیو کې هغه اوازې ناسم دي چې د دایکندي سوختوک برېښنا بند د نړېدو له خطر سره مخ دی. چارواکي وایي چې سوختوک کې درز پیدا شوی خو د نړېدو وېره یې نشته.