کابل ته د اشرف غني د راتګ خبر د طالبانو د واکمنۍ پر مهال ناسم دی

False Political

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د پخوانیو انځورونو په خپرولو سره ویلي دي چې ګواکې محمد اشرف غني د افغانستان پخوانی ولسمشر د طالبانو د واکمنۍ پر مهال له پنجشیر څخه کابل ته راغلی دی. د دوی په خبره چې له هغه سره د عربي متحده اماراتو یو شمېر چارواکي هم شتون لري.

د فاکت کرېسیندو موندنو پر اساس، ښاغلی غني د طالبانو له راتګ څخه وروسته تر اوسه هېواد ته نه دی راغلی او نوموړی انځور پخوانی دی. 

ادعا

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۲۶مه ویلي چې ګنې محمد اشرف غني له طالبانو تر راتګ وروسته کابل ته راغلی دی.

د ‘Afghan Sport’ په نوم یوې فېسبوک پاڼې لیکلې: «مبارک مبارک!!
غني بابا له پنجشیره اوس کابل ته راورسیدو چې د اماراتو چارواکي هم ورسره راغلي.»

دا فېسبوک پست له نورو سره ۶۶۵ ځلې شریک شوی دی. په دغه پست کې لیکل شوي چې ګنې د ښاغلي غني د راتګ وېډیو هم په لاندې لېنک کې لیدلای شئ.

فېسبوک لېنک/ آرشیف لېنک

حقیقت موندنه

مونږ پر دغه انځور د ګوګل برعکس پلټنه تر سره کړه. په پایله کې مو وموندله چې دا انځور پخوانی دی او قطر ته د ښاغلي غني سفر پورې اړه لري. دا انځور له نورو انځورونو سره یو ځای د « شفقنا» وېبپاڼې له خوا په ۱۳۹۹ کال کې خپور شوی دی.

وېبپاڼه/آرشیف لېنک

له بلې خوا څخه داسې کوم خبر د ښاغلي غني په فېسبوک پاڼه کې نه دی خپور شوی چې ګنې هغه دې کابل ته راغلی وي. په ورته مهال کې هغه د طالبانو تر راتګ وروسته پنجشیر ته نه دی تللی او یا هم هلته نه دی اوسېدلی. ښاغلی غني په یوه وېډیو کې ویلي وو چې په عربي متحده اماراتو کې اوسیږي. 

طالبانو هم تر اوسه د اشرف غني د راتګ په اړه کوم خبر نه دی خپور کړي.  له بلې خوا څخه په انځور کې د عربي متحده اماراتو چارواکي نه لیدل کیږي. 

پایله

هغه خبر ناسم دی چې ګنې محمد اشرف غني د طالبانو د واکمنۍ پر مهال له پنجشیر څخه کابل ته راغلی دی. دا انځور قطر ته د ښاغلي غني سفر پورې اړه لري چې په ۱۳۹۹ کال کې د میزان (تلې) میاشت کې تر سره شوی وو.

له بلې خوا څخه ښاغلی غني د طالبانو د واکمنۍ پر مهال پنجشیر ته نه وو تللی.

Avatar

سرلیک: کابل ته د اشرف غني د راتګ خبر د طالبانو د واکمنۍ پر مهال ناسم دی

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team 

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *