
د ګڼو رسنیو د راپورونو له مخې، د جمعې په ورځ، د مارچ په ۸مه، د پاکستان په شمال لویدیځ ایالت خیبر پښتونخوا کې د یوې چاودیدونکي وسیلې (IED) چاودنې له امله دوه امنیتي چارواکي ووژل شول او دوه نور ټپیان شول.
خو د ټولنیزو رسنیو (فیسبوک) ځینو کاروونکو زاړه او غیر اړونده انځورونه د پاکستاني پولیسو په وړاندې د وروستي بدبختانه برید سره د تړاو په اړه شریک کړي دي.
تاسو کولی شئ لاندې د فیسبوک ادعا وګورئ:

د فیسبوک کاروونکی ليکي:
“باجوړ کی پر پنچابی پوځ چاودنه شوی”
په هرصورت، د فیکټ کریسینډو موندنې ښیي چې په فیسبوک کې زاړه او غیر اړونده انځورونه د خیبر پښتونخوا په باجوړ کې د پاکستاني پولیسو په وروستي برید پورې اړوند شریک شوي دي.
د حقیقت معاینه
موږ لومړی په انټرنیټ کې د کلیدي کلمو لټون وکړ ترڅو د ټولنیزو رسنیو د هغو ادعاوو ریښتیني والی ومومو چې ايا رښتيا د خیبر پښتونخوا په باجوړ کې داسې کومه چاودنه وشوه.
د رسنيو راپورونو له مخې د مارچ په ۸مه، د پاکستان په شمال لویدیځ ایالت خیبر پښتونخوا کې د یوې چاودیدونکي وسیلې چاودنې له امله دوه امنیتي چارواکي ووژل شول او دوه نور ټپیان شول.
د نورو څېړنو لپاره، موږ په شریک شوي انځور کې د ګوګل ریورس امیج سرچ تطبیق کړ او وموندله چېدواړه شریک شوي انځورونه پخواني دي او له وروستي پېښې سره تړاو نه لري.
لومړۍ انځور
د لومړي انځور په ګوګل کې د ریورس انځور په کارولو سره موږ وموندله چې ورته انځور شاوخوا څلور کاله دمخه د طلوع نیوز لخوا شریک شوی و. د خپرې شوې مقالې له مخې، دا انځور په ۲۰۲۰ کال کې د افغان ځواکونو لخوا د خپلواکۍ د ۱۰۱ کلیزې په مناسبت د پوځي تمرینونو پرمهال اخیستل شوی و.

دوهم انځور
د ګوګل له لارې د دوهم انځور د لټون په کارولو سره موږ وموندله چې دوهم انځور هم زوړ دی او د ۲۰۲ کال د سپتمبر په ۲۰مه د یوې خبري ویب پاڼې لخوا د خپرې شوې مقالې له مخې، دا انځور د افغانستان په شمال ختیځ ولایت کندز کې د طالبانو پر اډې د هوایي برید وروسته اخیستل شوی چې لږترلږه ۱۲ ملکي وګړي پکې ووژل شول او له ۱۰ څخه ډیر نور ټپیان شول.

پایله
له همدې امله، له پورتنیو څېړنو څخه څرګنده ده چې د ټولنیزو رسنیو ادعاوې ناسمې دي په فیسبوک کې زاړه او غیر اړونده انځورونه د خیبر پښتونخوا په باجوړ کې د پاکستاني پولیسو په وروستي برید پورې اړوند شریک شوي دي.
کلیدي کلمې:
پاکستان، باجوړ، خیبر پختونخوا، پوځ.

پخواني انځورونه د پاکستاني پولیسو په وړاندې د وروستیو بریدونو په تړاو شریک شوي : TITLE
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: Misleading