
د خواله رسنیو یو شمېر کاروونکو د افغانستان د ملي اردو ځواکونو پخواني انځورونو په خپرولو سره ادعا کړې چې ګواکې د کندز ولایت اړوند د امام صاحب ولسوالۍ سقوط کړې او د طالبانو له کنټرول نه وتلې ده.
خو زمونږ پلټنې ښيي چې دا انځورونه پخواني دي او د امام صاحب ولسوالۍ د سقوط په تړاو کوم موثق خبر نه دی خپور شوی.
ادعا
وروسته تر هغې چې په پنجشیر او اندراب کې د طالبانو او د طالبانو ضد جبهې تر منځ د جګړې راپورونه خپاره شول، په فېسبوک کې یو شمېر ناسم خبرونه هم شریک شوي دي.
د روان میلادي کال د مې په ۱۹ د یو شمېر فېسبوک پاڼو له خوا ادعا شوې چې ګواکې د کندز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ سقوط کړې او د طالبانو له کنټرول څخه وتلې ده.
د «سمیع سادات» په نوم یوې جعلې فېسبوک پاڼې لیکلي: « الله اکبر فتحی پیل شوی
قندوس کي مو دامام صاحب ولسوالی بیرته داجیرانو څخه ترلاسه کړه
چی مو په کي 21باغیان ووژل او څه مو ژوندی ونیول».

حقیقت موندنه
مونږ د حقیقت موندنې لپاره پر نوموړي انځورونو د ګوګل برعکس پلټنه تر سره کړه. په پایله کې مو وموندله چې دا انځورونه پخواني دي او د کندز پورې تړاو نه لري.
لومړی انځور:
لومړی انځور په ۲۰۱۵ میلادي کال د نومبر په ۱۷ د «حمایت از نیروهای ارتش افغانستان» په نوم د یوې فېسبوک پاڼې له خوا شریک شوی دی.
په انځور کې د پاکستان بیرغ هم لیدل کیږي چې ښيي د افغانستان او پاکستان سرحد ته څېرمه اخستل شوی دی.

دوهم انځور:
که څه هم مونږ د دوهم انځور په تړاو کوم څه ونه موندله خو په انځور کې یوه لوحه لیدل کیږي. په لوحه کې لیکل شوي: «د خوګیاڼیو ولسوالۍ مقام ته ښه راغلاست».
له دغې لوحې څخه ښکاري چې دا عکس د ننګرهار اړوند د خوګیاڼیو ولسوالۍ پورې تړاو لري.

له بلې خوا مونږ په ګوګل کې د کلیدي کلمو پلټنه هم تر سره کړه. خو داسې کوم مستند راپور مو د امام صاحب ولسوالۍ د سقوط په تړاو ونه مونده.
پایله
له پورتنیو څېړنو څخه څرګندیږي چې دا انځورونه د کندز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ پورې تړاو نه لري. انځورونه پخواني دي او د امام صاحب ولسوالۍ د سقوط په اړه کوم مستند راپور شتون نه لري.

سرلیک: د کندز د امام صاحب ولسوالۍ د سقوط ادعا؛ خو زمونږ پلټنې بل څه وایي
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: False