فېسبوک کاروونکي وایي پنجشیر ته د طالبانو تلونکی موټر له برید سره مخ شوی؛ خو دا انځور پخوانی دی

False Military

د خواله رسنیو یو شمېر کاروونکو ادعا کړې چې ګواکې د طالبانو هغو ځواکونو چې غوښتل یې پنجشیر ته د نورو ځواکونو د مرستې لپاره ولاړ شي، د یوه کمین سره مخ شوی. د فېسبوک پسټ ادعا له مخې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې.

خو زمونږ موندنې ښيي چې دا تصویر پخوانی دی چې د تېر حکومت پورې تړاو لري.

ادعا

د روان میلادي کال د مې په ۲۳ د فېسبوک یو شمېر کاروونکو د ویجاړ شوي رینجر موټر یو انځور په خپرولو سره ادعا کړې چې ګواکې د طالبانو یو شمېر ځواکونو له یوه کمین سره مخامخ شوي چې ورته درنه مرګ ژوبله اوښتې.

تاسو کولی شئ چې لاندې ورته فېسبوک پسټ وګورئ:

فېسبوک پسټ/ ارشیف لېنک

حقیقت موندنه

مونږ د حقیقت موندنې لپاره پر نوموړي انځور د ګوګل برعکس پلټنه تر سره کړه. په پایله کې مو وموندله چې دا انځور پخوانی دی. دا انځور د هغې چاودنې پورې تړاو لري چې په ۱۳۹۹ هجري لمریز کال د مرغومي په میاشت کې د کابل ستانکزي بلاکونو په سېمه کې را منځ ته شوې وه. هغه مهال په دې چاودنه کې چا ته د سر زیان نه وو اوښتی.

د انځور د ‘www.avapress.com’ وېبپاڼې له خوا په ۱۳۹۹ کال د مرغومي په ۲۳ خپور شوی وو.

وېبپاڼه/ ارشیف لېنک

پایله

له پورتنیو څېړنو څخه څرګندیږي چې د فېسبوک پسټ ادعا حقیقت نه لري. دا انځور پخوانی دی چې د تېر حکومت پورې تړاو لري.

Avatar

سرلیک: فېسبوک کاروونکي وایي پنجشیر ته د طالبانو تلونکی موټر له برید سره مخ شوی؛ خو دا انځور پخوانی دی

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team 

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *