په پاکستان کې د ځانمرګي برید په تړاو پخواني انځورونه خپاره شوي دي

False International

د خواله رسنیو یو شمېر کاروونکو ادعا کړې چې ګواکې په دې وروستیو کې د پاکستان په اسلام آباد کې ځانمرګی برید شوی چې له امله یې ۱۰۲ کسان وژل شوي او ۴۵ نور ټپیان دي.

خو زمونږ موندنې ښيي چې دا انځورونه پخواني دي او په دې وروستیو کې په اسلام آباد کې کوم ځانمرګی برید نه دی شوی.

ادعا

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د روان میلادی کال د مې په ۷ ادعا کړې چې ګواکې په پاکستان کې ځانمرګی برید شوی دی.

د «ننګرهار نیوز» په نوم یوې فېسبوک پاڼې لیکلې: «دا هم تاﺯه او د نن سهار بريد! نن په پاکستان اسلام اباد کي يو درنه چاودنه تر سره شوه. په ياده چاودنه کي 102 تنه د مړو خبر ورکوي او 45 نور ټپيان دي».

فېسبوک پسټ/ ارشیف لېنک

حقیقت موندنه

مونږ د حقیقت موندنې لپاره پر نوموړي انځورونو د ګوګل برعکس پلټنه تر سره کړه. په پایله کې مو وموندله چې دا عکسونه پخواني دي او په پاکستان کې د کوم وروستي برید پورې تړاو نه لري. 

لومړی انځور: 

لومړی انځور د پاکستان په کوټه ښار کې د یو برید پورې تړاو لري.

دا ځانمرګی برید په ۲۰۱۸ میلادي کال کې په کوټه کې رامنځ ته شوی وو چې هغه مهال پکې لږ تر لږه ۶ تنه وژل شوي وو.

دا انځور په یوه وېبپاڼه کې له یوه راپور سره خپور شوی وو.

وېبپاڼه/ ارشیف لېنک

دوهم انځور:

دوهم انځور هم پخوانی دی. دا انځور په پاکستان کې د کومې چاودنې پورې تړاو نه لري. دا انځور په ۲۰۲۱ میلادي کال کې د اپریل په میاشت کې له یوې وېبپاڼې له خوا خپور شوی دی.

وېبپاڼه/ ارشیف لېنک

له بلې خوا مونږ په ګوګل کې د کلیدي کلمو پلټنه هم تر سره کړه. خو داسې کوم مستند راپور مو ونه مونده چې په دې وروستیو کې په پاکستان کې د کوم ځانمرګي برید خبر ورکړی وي. 

پایله

له پورتنیو څېړنو څخه څرګندیږي چې په دې وروستیو کې په پاکستان کې کوم ځانمرګی برید نه دی شوي. په دې تړاو خپاره شوي عکسونه پخواني دي.

Avatar

سرلیک: په پاکستان کې د ځانمرګي برید په تړاو پخواني انځورونه خپاره شوي دي

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team 

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *