
د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د ولسمشر غني او جوبایډن د ليدنې پخواني انځورونه خپاره کړي او ادعا یې کړې چې ګنې دا انځورونه امریکا ته د ولسمشر غني تازه سفر پر مهال اخستل شوي دي.
ادعا
د ټولنیزو رسنیو کاروونکو د ۲۰۲۱ زیږدیز کال د جون په ۲۵ امریکا ته د ولسمشر غني پخواني انځورونه د نویو انځورونو په توګه خپاره کړي دي. دوی دا انځورونه امریکا ته د ولسمشر غني او ورسره پلاوي د وروستي سفر پر مهال خپاره کړي دي. دوی ادعا کړې چې ګنې دا انځورونه امریکا ته د ښاغلي غني وروستی سفر ښيي.
د «محمد صدیق افغان» په نوم د فېسبوک یوه کاروونکي لیکلي: «جمهوررئیس محمد اشرف غني د امریکا متحدو ایالتونو پلازمېنه واشنګټن کې».
دا پست له نورو سره ۱۲۰ ځلې شریک شوی دی.
د «محمد خان مسرور» په نوم د فېسبوک یو بل کاروونکي هم ورته انځورونه یې خپاره کړي دي. دا پست له نورو سره ۱۳۶ ځلې شریک شوی دی.
حقیقت موندنه
مونږ پر دغو انځورونو د ګوګل د انځورونو برعکس پلټنه تر سره کړه. په پایله کې مو وموندله چې ډېری دا انځورونه پخواني دي. دا انځورونه امریکا ته د ولسمشر غني او ډاکتر عبدالله عبدالله د وروستي سفر پر مهال نه دي اخستل شوي. دا د ښاغلي غني او ډاکټر عبدالله عبدالله د ۲۰۱۵ کال سفر پورې اړه لري چې امریکا ته تللي وو.
لومړی انځور د امریکا متحدو ایالتونو د دفاع وزارت په وېبپاڼه کې په ۲۰۱۵ زیږدیز کال کې خپور شوی.
دویم انځور په یو بل راپور کې د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ په میاشت کې خپور شوی دی. په داسې حال کې چې د ښاغلي غني وروستی سفر د جون د میاشتې په وروستیو کې تر سره شوی دی.
لیدل کیږي چې دا انځور اوسنی نه دی
درېیم انځور هم په ۲۰۱۵ کال کې خپور شوی دی.
څلورم انځور هم د دغې وېبپاڼې له خوا په ۲۰۱۵ کال کې خپور شوی دی.
که چېرته مونږ پورته انځورونو ته ځېر شو لیدل کیږي چې دا انځورونه په ژمي موسم کې اخستل شوی دی ځکه چې په انځور کې ډېری کسان ژمنۍ کالي یې اغوستې دي.
له بلې خوا څخه پورتني انځورونه د ارګ په فېسبوک پاڼه کې د ښاغلي غني د وروستي سفر په توګه شتون نه لري. ارګ امریکا ته د ولسمشر غني او مل پلاوي انځورونه خپاره کړي چې پورتني انځورونه پکې نه لیدل کیږي. یوازې د ښاغلي غني د وروستي سفر دوه انځورونه د ارګ له خوا خپاره شوي دي او نور انځورونه پخواني دي.
پایله
هغه انځورونه چې په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي او ادعا شوې چې ګنې اشرف غني او ورسره مل پلاوي یې امریکا ته په وروستي سفر کې اخستي، ناسم دی. دا انځورونه د ښاغلي غني او ډاکتر عبدالله پخواني سفر پورې اړه لري چې په ۲۰۱۵ زیږدیز کال کې یې امریکا ته کړی وو.

سرلیک: د اشرف غني او جوبایډن پخواني انځورونه د نویو انځورونو په توګه خپاره شوي
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: Missing Context