
د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۱۵ په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ راهیسې دغه هېواد د سر خبر ګرځیدلی دی. د طالبانو پر وړاندې د مقاومت او لاریون خبرونه هم ځیني وخت په رسنۍ کې خپاره کیږي. د طالبانو په واسطه د پخوانیو چارواکو د وژلو او شکنجه کولو راپورونه هم په رسنۍ کې خپاره شوي دي.
خو په ټولنیزو رسنیو کې د افغانستان د روان وضعیت په اړه ډېر ناسم معلومات هم خپرېږي.
په دې وروستيو کې په ټولنيزو رسنيو کې ځينې پخواني عکسونه شریک شوي چې ادعا کوي ګواکې د تېر حکومت افغان ځواکونه او يو شمېر لوړ پوړي چارواکي د افغانستان ملي مقاومت جبهې له ځواکونو سره د يوځاى کېدو په موخه پنجشېر ته تللي دي.
په ادعا کې راغلي چې دا ځواکونه د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني په امر او د جنرال سمیع سادات تر مشرۍ لاندې د مقاومت جبهې له ځواکونو سره یو ځای شوي دي.
تاسو کولی شئ لاندې فیسبوک پوسټ وګورئ:

خو د فاکټ کریسینډو موندنې ښیي چې عکسونه پخواني دي او دا ادعا بې بنسټه ده.
د حقیقت پلټنه
د دې لپاره چې د ادعا او شریک شوي عکسونو په اړه اصلي حقیقت ومومو، موږ په شریک شوي عکسونو باندې د ګوګل برعکس پلټنه تر سره کړه. د پلټنو په پایله کې مو وموندله چې ټول شریک شوي عکسونه پخواني دي او د پنجشیر پورې تړاو نه لري.
1 انځور

لومړی عکس د ۲۰۲۱ کال د مې میاشتې پورې اړه لري. دا عکس د هغو کسانو پورې تړاو لري چې پخوا د طالبانو له بند څخه آزاد شوي وو.
2 انځور:

دوهم عکس د افغانستان د ځانګړو ځواکونو لوا پورې اړه لري. دا عکس د آزادۍ رادیو په یوه راپور کې په ۱۳۹۶ کال د حمل یا وري په میاشت کې خپور شوی دی.
3 انځور:

دریم عکس د ۲۰۲۱ کال د جولای په میاشت کې د افغان امریکایی ځوانانو غورځنګ په نوم د فیسبوک پاڼې لخوا خپور شو.

پنجشیر ته د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د ورتګ او د مقاومت له جبهې سره د جګړې ډګر ته د جنرال سمیع سادات د تللو په اړه مو پخوا هم د حقیقت موندنې راپورونه خپاره کړي دي.
تاسو کولی شئ چې د حقیقت موندنې یو شمېر راپورونه دلته ولولئ:
پایله
له پورتنیو څیړنو څخه څرګنده شوه چې د فیسبوک پوسټ ادعا ناسمه او ګمراه کوونکې ده. دا عکسونه پخواني دي چې د پنجشیر پورې تړاو نه لري.

سرلیک: د مقاومت له جبهې سره د تېر حکومت د امنیتي ځواکونو د یو ځای کېدلو ادعا په تړاو پخواني انځورونه خپاره شوي
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: False