
په فېسبوک کې ۳ پخواني عکسونه نشر شوي چې ادعا یې کړې ګواکې د پاکستان په کراچۍ ښار کې د موټر بم چاودنه شوې ده.
ادﻋﺎ
یو فېسبوک پست ۳ انځورونه خپاره کړي او ادعا یې کړې چې وړمه شپه د پاکستان په کراچۍ ښار کې موټر بم چاودنه شوې ده.
ﺗﺎﺳو ﮐوﻟﯽ ﺷﺊ دا فېسبوک پست لاندې وګورئ:
Facebook Archive link
دا فېسبوک پست ادعا کړې چې په دې چاودنه کې دوه ملکي کسان او د پاکستان دوه پوځیان وژل شوي دي. د پست په وینا، د دې چاودنې مسولیت د تحریک انصاف ګوند پر غاړه اخستی دی.
له دې پست سره درې انځورونه هم خپاره شوي دي. راشئ د دغو ادعا ګانو او انځورونو په اړه په حقیقت پوه شو.
ﺣﻘﯾﻘت ﻣوﻧدﻧﮫ
مونږ پر دغو عکسونو باندې د ګوګل د انځورونو برعکس پلټنه تر سره کړه. په پایله کې مو وموندله چې په دې وروستیو کې د پاکستان په کراچۍ کې د بمي چاودنې په اړه کوم کره خبر نه دی خپور شوی.
له بلې خوا مونږ وموندله چې دا انځورونه پخواني دي او د جلا جلا پېښو پورې اړه لري.
لومړی عکس:
لومړی عکس په پاکستان کې د تربت پېښې پورې اړه لري. په دې انځور کې د دغې پېښې د قربانیانو د جنازې لمونځ را ښيي.
تاسو کولای شئ چې د دې پېښې په اړه نور مالومات په لاندې لېنک کې ولولئ:
SAMAA Archive link
Geo.tv Archive link
دوهم عکس:
دوهم انځور هم په پاکستان کې د یوې چاودنې پخوانۍ پېښې پورې اړه لري. دا چاودنه د پاکستان د پولیسو پر اکاډمۍ شوې وه چې مسوولیت یې داعش پر غاړه اخستی وو.
په لاندې لېنک کې کولای شئ د دغې پېښې په اړه نور مالومات ولولئ:
Mobtada.com Archive link Sky News Archive link
درېیم عکس:
درېیم عکس هم پخوانۍ ده چې د بېلا بېلو پېښو خبرونه کې کارول شوی دی.
په دې اړه کولای شئ نور مالومات په لاندې لېنک کې وګورئ:
Alwafd.news Archive link Iraqnews Archive link
پایله
هغه فېسبوک پست چې ادعا یې کړې ګواکې د پاکستان په کراچۍ ښار کې موټر بم برید شوی دی، حقیقت نه لري. په دې تړاو تر اوسه هېڅ کوم کره خبر نه دی خپور شوی. له بلې خوا

سرلیک: د پاکستان په کراچۍ کې د موټر بم برید ادعا په تړاو پخواني عکسونه خپاره شوي دي
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: False