
د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو پخواني او نا اړوند انځورونه یې خپاره کړي او ادعا یې کړې چې ګنې دا افغان ماشومان د هندي او افغان ځواکونو د بمبار له امله ټپیان شوي دي.
د فاکت کرېسیندو موندنو پر اساس، دا انځورونه پخواني دي. د دغو ماشومانو له ډلې څخه یوه یې د یمن هېواد پورې اړه لري. له بلې خوا په دې وروستیو کې هندي ځواکونو کوم هوایي برید په افغانستان کې نه دی تر سره کړی.
ادعا
د ټولنیزو رسنیو رسنیو یو شمېر کاروونکو د ټپي شویو ماشومانو پخواني انځورونو په خپرولو سره لیکلي چې ګنې دوی (ماشومان) د هندي او افغان ځواکونو د هوایي بمبارۍ له امله ټپیان شوي.
د « Talha Eshaq» په نوم یو فېسبوک کاروونکی د «اسلامي امارت قدم به قدم» فېسبوک ګروپ کې د دغو انځورونو په خپرولو سره لیکلي: د هندي او افغان ځواکونو ګډه افغان وژنه. داسې ښکاري چې دا فېسبوک پست د طالب پلوه کس له خوا خپور شوی وي.
حقیقت موندنه
مونږ پر دغو عکسونو د ګوګل برعکس پلټنه تر سره کړه. په پایله کې مو وموندله چې دا انځورونه پخواني دي. د دغو انځورونو له ډلې یو یې د بل هېواد ماشوم پورې اړه لري. دا انځور په ۱۳۹۷ هجري لمریز کال کې د «صدا او سیما» ایراني خبري اژانس له خوا خپور شوی دی.
داسې ښکاري چې نوموړی ماشوم د یمن هېواد پورې تړاو ولري.
په راپور کې لیدل کیږي چې دا انځور پخوانی دی
له بلې خوا دا انځور د ‘www.ariannews.co’ وېبپاڼې له خوا په ۲۰۱۸ کال کې خپور شوی دی. په وېبپاڼه کې راغلې چې دا ماشوم د یمن هېواد پورې تړاو لري.
دویم انځور د افغان ماشوم پورې اړه لري خو پخوانی دی. دا افغان ماشوم په ۲۰۲۰ کال کې د طالبانو له خوا په هلمند کې د یوه راکټي برید له امله ټپي شوی وو.
په هغه وخت کې طالبانو ادعا کړې وه چې ګنې دا پېښه د افغان امنیتي ځواکونو له خوا تر سره شوې ده.
دا عکس د ‘www.jtimes24.com’ وېپاڼې له خوا په ۲۰۲۰ کال د جون په ۲۹مه د ټپیانو له نورو انځورونو سره یو ځای خپور شوی دی. په راپور کې راغلي چې پر ملکیانو باندې د طالبانو راکټي برید له امله په هلمند کې ۲۵ کسان مړه شوي او ۲۰ نور ټپیان دي.
له بلې خوا په یو تویت کې هم دا عکس په ۲۰۲۰ کال کې خپور شوی دی.
له بلې خوا هندي ځواکونو په دې وروستیو کې کومه بمبارۍ یا برید په افغانستان کې نه دی تر سره کړی.
پایله
د ټپي شویو ماشومانو هغه انځورونه پخواني دي چې ادعا شوې ګنې د افغان او هندي ځواکونو له خوا ټپيان شوي دي. لومړی انځور د یمن هېواد پورې اړه لري. په دویم انځور کې ټپي شوی ماشوم د هلمند اوسیدونکی دی چې ۲۰۲۰ کال کې د طالبانو د راکټي برید له امله ټپي شوی وو. له بلې خوا هندي ځواکونو په افغانستان کې په دې وروستیو کې کوم برید نه دی تر سره کړی.

سرلیک: دا ماشومان د افغان او هندي ځواکونو له خوا نه دي ټپیان شوي
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: False