په دې وروستیو کې د پاکستان کومه چورلکه په افغانستان کې نه ده ویشتل شوې

False Military

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د پخوانیو انځورونو په خپرولو سره ادعا کړې چې ګواکې یوه پاکستانۍ الوتکه په کونړ کې د افغان ځواکونو له خوا ویشتل شوې ده.

خو زمونږ پلټنې ښيي چې دا انځورونه پخواني دي او په دې وروستیو کې کومه پاکستانۍ چورلکه په کونړ ولایت کې نه ده ویشتل شوې.

ادعا

وروسته تر هغې چې د طالبانو له لوري د پاکستان د اغزن تار د نښلولو مخه ونیول شوه، په ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر ناسم خبرونه لاس په لاس شوي دي.

د ټولنیزو رسنیو کاروونکو د روان میلادي کال د دسمبر په ۳۱مه لیکلي چې ګواکې د پاکستان یوه چورلکه د افغان ځواکونو له خوا په کونړ ولایت کې را غورځول شوې ده.

د «جنرال خوشحال سادات» په نوم یوې جعلې فېسبوک پاڼې لیکلې: «تاﺯه خبر…

نن ماﺯيګر په کونړ ولايت کى د افغان ځواکونو له لورى يو پاکستانى هليکوپټر ويشتل شوى چى پکى د يو جنرال او 2 پيلوټانو په ګډون 6 کسان وژل شوى.

ياد هليکوپټر غوښتل چى افغان خاورى ته داخل شى خو د افغان ځواکونو له لورى ويشتل شوی».

فېسبوک پسټ/آرشیف لېنک

حقیقت موندنه

مونږ پر نوموړي عکس د ګوګل انځورونو برعکس پلټنه تر سره کړه. په پایله کې مو وموندله چې د چورلکې دا انځورونه پخواني دي. 

د تویتر یوه کاروونکي دا انځورونه یې ۶ کاله وړاندې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د دسمبر په میاشت کې خپاره کړي دي. که څه هم دا کاروونکي ادعا کړې چې دا چورلکه هغه مهال د بلوچ جنګیالیو له خوا ویشتل شوې وه خو فاکت کرېسیندو دا ادعا نشي تاییدولای. 

خو په دې پوه شو چې دا انځورونه اوسني نه دي او د ۲۰۱۵ میلادي کال پورې تړاو لري.

تویتر/آرشیف لېنک

له بلې خوا مونږ په ګوګل کې د کلیدي کلمو پلټنه هم تر سره کړه. خو داسې کوم خبر مو ونه مونده چې ګواکې په کونړ کې د پاکستان کومه چورلکه را غورځول شوې وي. 

پایله

له پورتنیو څېړنو څخه څرګنده شوه چې په دې وروستیو کې د پاکستان کومه چورلکه په کونړ کې نه ده ویشتل شوې.

Avatar

سرلیک: په دې وروستیو کې د پاکستان کومه چورلکه په افغانستان کې نه ده ویشتل شوې

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team 

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *