په دې وروستیو کې په زابل کې کومه ترافیکي پېښه نه ده شوې

False Transport

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو ویلي چې ګنې په زابل ولایت کې د ترافیکي پېښې له امله ګڼ شمېر کسان مړه او ټپیان شوي دي. د فاکت کرېسیندو موندنو پر اساس، په دې وروستیو کې په زابل کې کومه ترافیکي پېښه نه ده را منځ ته شوې. 

ادعا

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو او پاڼو ادعا کړې چې ګنې په زابل کې د ترافیکي پېښې له امله ۱۵ کسان مړه شوي او ۴۰ نور ټپیان دي. د «ام ټي ان» په نوم یوې جعلي فېسبوک پاڼې د شنبې په ورځ د جولای په ۲۴مه لیکلې: «زابل ولایت کې دمسافرو ډک موټر د ټیلر سره ټکر کړی 15 کسان مړه 40 زخمیان دي. که دهرچا د کور غړي په دغه لار مسافر وو ژر یی پلټنه وکړي دلته ولایتي روغتون کې امکانات نشته زخمیان دلاسه ورکوو. د رب په خاطر پست شیر کړئ چې وارثان دزخمیانو راشي او مرسته وکړي».

دا فېسبوک پست له نورو سره ۷زره ۱۰۰ ځلې شریک شوی دی.

فېسبوک پست/آرشیف لېنک

یوې بلې فېسبوک پاڼې هم ورته خبر یې خپور کړی دی. 

فېسبوک پست/ آرشیف لېنک

حقیقت موندنه

مونږ په دې اړه د زابل د امنیه قوماندانۍ سره اړیکه ونیوله. د زابل ولایت د امنیه قوماندانۍ د مطبوعاتو آمر احسان الله تلاش د زابل ولایت د ترافیکي پېښو آمر له قوله وویل چې دا خبر حقیقت نه لري. هغه وویل چې په دې نېټه کې هېڅ کومه ترافیکي پېښه په زابل او یا هم د دې ولایت په لویه لاره کې نه ده را منځ ته شوې. 

یوازې ۳ میاشتې وړاندې په زابل کې ترافیکي پېښه را منځ ته شوې وه. د تاند وېبپاڼې په دې اړه یو خبر د اپریل په ۲۳مه خپور کړی دی. د تاند راپور له مخې په هغه وخت کې د مارسیدیز او ټېلر موټر ټکر کړی وو چې له امله یې ۲۱ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

دا پېښه د کندهار – کابل پر لویه لاره د زابل ولایت مرکز کلات اړوند د جلدک سیمه کې رامنځ ته شوې وه.

په زابل کې د ترافیکي پېښې په اړه د تاند یو پخوانی راپور

وېبپاڼه/ آرشیف

له بلې خوا د فېسبوک یوه کاروونکی چې ځان د زابل د لویې لارې ډریور معرفي کوي، په کمنټ کې ویلی چې ګنې دا خبر حقیقت نه لري.

آرشیف لېنک/ فېسبوک پست

پایله

په دې وروستیو کې په زابل کې کومه ترافیکي پېښه نه ده را منځ ته شوې. هغه راپورونه ناسم دي چې ګنې په زابل کې د ترافیکي پېښې له امله ۱۵ کسان مړه شوي او ۴۰ نور ټپیان دي.

 

 

 

Avatar

سرلیک: په دې وروستیو کې په زابل کې کومه ترافیکي پېښه نه ده شوې

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team 

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *