ایا محمد نبي عیسی خېل د بااخلاقه لوبغاړي جایزه اخستې؟

False Sports

په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې یو خبر لاس په لاس کیږي ګواکې دا چې د کریکټ ملي لوبغاړی محمد نبي عیسی خېل د بااخلاقه لوبغاړي جایزه خپله کړې ده. د ټولنیزو رسنیو کاروونکو تر منځ دا خبر ښکته پورته کیږي چې ښاغلي عیسی خېل د کریکټ نړیوالې شورا لخوا د څلورو غوره اخلاقو لوبغاړو تر منځ څلورم ځای خپل کړی دی. په دې خبر کې دا نه دی راغلی چې درې نور کوم لوبغاړي دي چې د ښو اخلاقو لوبغاړو په توګه ټاکل شوي دي. 

آیا دا خبر سم دی؟ راشئ په دې پوه شو چې دا خبر تر کوم ځایه سم او کره دی. 

د خبر ارزونه

فاکت کریسندو- افغانستان د کریکټ نړیوالې شورا ویبپاڼه او فېسبوک پاڼه له نظره تېر کړ، تر څو مالومه کړي چې ایا رښتیا هم ښاغلي عیسی خېل د بااخلاقه لوبغاړي جایزه خپله کړې ده او که نه. له ارزونې څخه وروسته دا څرګنده شوه چې دغه شورا هېڅ ډول خبر محمد نبي عیسی خېل ته د غوره اخلاقو لوبغاړي جایزې ورکولو په تړاو نه دی نشر کړی.

د دغې شورا د وېبپاڼې مطبوعاتي اعلامیې په برخه کې وروستی خبر د آیرلنډ پر وړاندې د افغانستان بریا په اړه دی چې د روان زیږدیز کال د جنورۍ پر ۲۷مه نېټه یې خپور کړی دی. 

د آی سي سي وبسایټ لېنک
د افغانستان په اړه د کریکټ نړیوالې شورا وروستی خبر

مونږ سربېره پر دې د ښاغلي عیسې خېل تویتر او فېسبوک پاڼه ولیدل چې ایا هغه دا ډول جایزه د کریکټ د نړیوالې شورا څخه تر لاسه کړی دی او که نه. د ښاغلي عیسی خېل وروستی تویت کراچۍ ته د هغه سفر په اړه دی تر څو هلته د پاکستان سوپر لیګ یا PSL سره یو ځای لوبه وکړي. هغه په یوه الوتکه کې لیدل کیږي چې په انګلیسیي ژبه یې لیکلي: «See you soon» یا د ژر لیدلو په هیله. د ده په تویت یا فیسبوک پوسټ کې هېڅ ډول خبر د بااخلاقه لوبغاړي جایزې اخستلو په تړاو نه لیدل کیږي.

د افغانستان کریکټ بورډ هم په دې اړه څه نه دي ویلي چې ګواکې ښاغلي عیسی خېل دې د بااخلاقه لوبغاړي جایزه خپله کړې وي. د کریکټ بورډ ورستی تویت چې د روان زیږدیز کال د فبرورۍ پر ۷مه یې کړی دی د نورمحمد تره کی د لوبغالي جوړېدلو قرارداد په اړه دی.

ټولنیزې رسنۍ

د روان کال د فبرورۍ پر ۱۶مه نېټه د فېسبوک کاروونکي دا خبر په بېلا بېل ډول پوسټ کړل چې ګواکي محمد نبي عیسی خېل د کریکټ نړیوالې شورا لخوا د بااخلاقه لوبغاړي جایزه خپله کړې ده. فریدالله محمدي د طلوع نیوز خبریال او د فېسبوک کاروونکی په خپله فېسبوک پاڼه کې دا خبر د فبرورۍ پر ۱۶مه پوسټ کړ. ده ویلي دي چې ښاغلی عیسی خېل د کریکټ د بااخلاقه لوبغاړي جایزې په تر لاسه کولو کې څلورم ځای خپل کړی ده. ښاغلی محمدي د دې خبر په تړاو د کومې سرچینې نوم نه دی اخستی.

د فریدالله محمدي فېسبوک لېنک

د فېسبوک ځیني نور کاروونکي بیا ویلي چې ښاغلی عیسی خېل د کریکټ د څلورو بااخلاقه لوبغاړو تر منځ لومړی ځای خپل کړی دی.

جعفر هاند، د  آمریکا غږ خبریال بیا په خپله فېسبوک پاڼه کې لیکلي دي چې دا خبر چا او چېرته خپور کړی دی چې د کريکټ نړیوالې شورا محمد نبي ته د نړۍ څلورم خوش اخلاقه او خاموشه لوبغاړي جایزه ورکړې ده. د ده په خبره چې دی د کریکټ نړیوالې شورا او ځیني نور ورزشي وبسایټونه لیدلي خو داسې کوم خبر یې نه دی لیدلی. ښاغلي هاند ویلي چې دی د محمد نبي تویتر یې هم چک کړ خو داسې کوم خبر یې ونه مونده.

ده د فېسبوک پر هغو کاروونکو چې دا خبر یې په ټولنیزو رسنیو کې خپور کړی دی، غږ کړی تر څو د خبر لینک او سرچېنه هم نشر کړي.

د جعفر هاند فېسبوک لېنک
د نبي عیسی خېل په اړه د جعفر هاند فېسبوک پوسټ

پایله

په ټولنیزو رسنیو کې د ځینو کاروونکو لخوا دا خبر خپور شوی چې د کریکټ ملي لوبغاړی محمد نبي عیسی خېل د غوره بااخلاقه لوبغاړي جایزه د کریکټ نړیوالې شورا لخوا اخستې ده. زمونږ د ارزونې او څېړنې څخه وروسته دا مالومه شو چې نوموړی خبر حقیقت نه لري. 

ښاغلی عیسی خېل په دې وروستیو کې هېڅ کومه جایزه د بااخلاقه لوبغاړي په توګه نه ده اخستې. د یادولو وړ دی چې په دې وروستیو کې مهندر سنګ ډونی د هندوستان له هېواد څخه د لسیزې غوره اخلاقو جایزه یې د کریکټ نړیوالې شورا څخه اخستې.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *