مولانا فضل الرحمان نه دی وژل شوی

False International

ادعا

په ټولنیزو رسنیو کې د فیسبوک یو پوسټ شریک شوی چې ادعا یې کړې ګواکې د پاکستان د جمعیت علما اسلام ګوند مشر ملا فضل الرحمان د نامالومو وسله والو لخوا وژل شوی دی.

زمونږ موندنې ښيي چې دا عکس پخوانی دی او د نوموړي د مرګ خبر حقیقت نه لري. 

تاسو کولی شئ لاندې فېسبوک پوسټ وګورئ:

Facebook  Archive

په فېسبوک پوسټ کې لیکل شوي چې ملا فضل الرحمان د نامالومو کسانو له خوا ویشتل شوی دی.

حقیقت موندنه

د ادعا او عکس په اړه د حقیقت موندلو لپاره ، موږ په ورکړل شوي عکس باندې د ګوګل د انځورونو برعکس پلټنه تر سره کړه. که څه هم موږ د عکس په اړه ډیر جزیات ونه موندل خو دومره مو وموندله چې دا انځور تر دې وړاندې په ۲۰۱۹ میلادي کال کې هم په یو فېسبوک پوسټ کې خپور شوی وو. 

له دې څخه څرګندیږي چې دا عکس پخوانی دی. 

تاسو کولی شئ لاندې فیسبوک پوسټ وګورئ:

Facebook  Archive

مونږ د لا نورو مالوماتو لپاره په ګوګل کې د کلیدي کلمو پلټنه وکړه چې ایا ملا فضل الرحمان وژل شوی دی او که نه؟ خو په دې اړه مو هېڅ کوم خبر ونه مونده. 

له دې څخه څرګندیږي چې ملا فضل الرحمان نه دی وژل شوی او هغه ژوندی دی. 

پایله

له پورتنیو څیړنو څخه څرګنده شوه چې د فیسبوک پوسټ دا ادعا ناسم ده او حقیقت نه لري.

نوموړی عکس پخوانی دی او د ملا فضل الرحمان د وژل کېدلو ادعا په تړاو تر اوسه څه نه دي ویل شوي.

Avatar

سرلیک: مولانا فضل الرحمان نه دی وژل شوی

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team 

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *