
په ټولنییزو رسنیو کې یوه ویډیو لاس په لاس کیږي، چې پکې د اذان پر مهال یو جومات د هوایي برید ښکار شوی دی او د برید سره سم اذان بند شي.
د دغې ویډیو په خپرولو سره د فیسبوک یو شمېر کاروونکو ادعا کړې، چې ګواکې پر دغه جومات هغه مهال برید شوی، چې اذان پکې کېدلو او د دوی په خپره د دې برید سره سم د (الله اکبر) ناره چپ شوه.
خو دا چې رېښتیا څه دي او ایا رېښتیا هم اسراییلي ځواکونو د غزې په مرکزي برخه کې پر دغه جومات د اذان پر مهال برید کړی؟ ، راځي د فکټ کریسنډو دغه کتنه درسره ولولئ!
لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو څو پوسټونه د نمونې په توګه وګورئ:

رېښتیا څه دي؟
که څه هم دغه ویډیو رېښتیا په غزه کې د اسراییلو له لوري د الفاروق په نوم جومات کې د برید پر مهال ریکارډ شوې ده، خو د فیسبوک یاد شمېر کاروونکو ادعا ناسمه ده. په حقیقت کې پر دغه ویډیو اذان د ایډیټ په واسطه ور زیات شوی دی او دغه مهال چې په الفاروق نومي مسجد هوایي برید شوی، اذان پکې نه وو روان.
موږ ولې وایو، چې د ټولنیزو رسنیو د یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا ناسمه ده؟
موږ لومړی د دغې ویډیو یو څو منظم سکرین شاټونه واخیستل او بیا مو پرې ګوګل ایمیج لټون پلی کړ. موږ د دې اصلي ویډیو پیدا کړه، او هلته مو ولیدل چې په اصلي ویدیو کې نه ښکاريو چې په جومات کې د برید پر مهال اذان کیږي.
د الجزیره انګلیش څانګې پر خپل ټویټر همدغه ویډیو خپره کړې، او ورسره یې لیکلي: ویډیو هغه شیبه ښیي چې اسراییلي ځواکونو د غزې په مرکزي برخه کې د نصیرات کډوالو په کمپ کې د الفاروق جومات بمبار کړ.
خو تاسو که دغې ویډیو ته غوږ شئ، نو د اذان کومه صحنه پکې نه اورېدل کیږي.
د TRT WORLD خبري چینل په خپل ایکس پاڼه هم دغه ویډیو خپره کړې او هلته هم داسې کوم څه نه اوریدل کیږي، چې ګني دغه مهال دې په دې جومات کې اذان شروع وي.
د Gaza Notifications رسمي ایکس پاڼې هم دغه ویډیو خپره کړې، چې د اذان غږ اصلاً په دغه مهال ویډیو نه اوریدل کیږي.
پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، چې که څه هم دغه ویډیو رېښتیا په غزه کې د اسراییلو له لوري د الفاروق په نوم جومات کې د برید پر مهال ریکارډ شوې ده، خو د فیسبوک یاد شمېر کاروونکو ادعا ناسمه ده. په حقیقت کې پر دغه ویډیو اذان د ایډیټ په واسطه ور زیات شوی دی او دغه مهال چې په الفاروق نومي مسجد هوایي برید شوی، اذان پکې نه وو روان.

ایا رېښتیا اسراییلي ځواکونو د غزې په مرکزي برخه کې د الفاروق جومات د اذان پر مهال بمبارد کړ؟ : TITLE
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله:Partly False