په دې وروستیو کې اشرف غني هند ته نه دی تللی

False Politics

په ټولنيزو رسنيو کې يې پوسټ شریک شوی دی چې ادعا كوي ګواکې د افغانستان پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني هند ته تللی دی چې له هغه ځای څخه به کابل ته راشي. 

 ادعا

یو فېسبوک پست په پراخه توګه شریک شوی دی چې ادعا یې کړې ګواکې د افغانستان پرځول شوی ولسمشر محمد اشرف غني هند ته تللی او هلته یې د دغه هېواد لومړي وزیر نرندرا مودي سره لیدلي دي. 

له دې پسټ سره ۳ عکسونه هم شریک شوي دي.

 

 تاسو کولی شئ دا فېسبوک پسټ لاندې وګورئ: 

Facebook post Archive link

 فېسبوک پست ادعا کړې:

ولسمشر غني نن ماښام د ځانګړې ځواکونو سره هندوستان ته راورسېده او له هغه ځايه څخه به کابل ته راځي.

د ټولنیزورسنیو ځینو کاروونکو یوه ایډیټ شوې ویډیو هم شریکه کړې چې ادعا یې کړې ګواکي محمد اشرف غني له ځانګړو ځواکونو سره هند ته تللی او له هغه ځای څخه به کابل ته راشي. 

تاسو کولای شئ دا پسټ لاندې وګورئ:

Facebook Archive Link

حقیقت موندنه

مونږ په دې تړاو پر نوموړي انځورونو باندې د ګوګل د عکسونو پلټنه تر سره کړه. په پایله کې مو وموندله چې نوموړي عکسونه  پخواني دي. دا عکسونه د نوموړي د یوه پخواني سفر پورې اړه لري چې په ۲۰۱۵ کال کې یې هندوستان ته کړی وو.

اشرف غني هغه مهال د اپریل په میاشت کې په یوه درې ورځني سفر باندې هند ته راغلی وو چې د هندي پلاوي له خوا یې تود هرکلی شوی وو. 

هغه مهال ښاغلی غني د دغه درې ورځني سفر په ترڅ کې له خپل هندي پلاوي سره د سوداګرۍ، ترهګرۍ او یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو په اړه خبرې کړې وې. 

د اشرف غني د ۲۰۱۵ کال هند سفر په اړه کولای شئ نور مالومات لاندې ولولئ: 

The Quint Archive link

Economic Times Archive link

The diplomat Archive link

 پایله

له پورتنیو څېړنو څخه څرګندیږي چې اشرف غني په دې وروستیو کې هند ته سفر نه دی کړی. په ټولنیزو رسنیو کې شوې ادعاوې بې بنسټه او درواغ دي.

Avatar

سرلیک: په دې وروستیو کې اشرف غني هند ته نه دی تللی

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team 

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *