
د خواله رسنیو یو شمېر کاروونکو په دې وروستیو کې ادعا کړې چې ګواکې د جنبش اسلامي ګوند مشر او د تېر حکومت د ولسمشرۍ پخوانی مرستیال مارشال دوستم د زړه حملې له امله مړ شوی دی.
خو زمونږ موندنې ښيي چې دا انځور پخوانی دی او د ښاغلي دوستم وینې ورکولو پورې تړاو لري.
وروسته تر هغې چې په ترکیه کې یو شمېر افغان سیاستوال د افغانستان اوسني وضعیت په تړاو د دوستم په کوربتوب غونډه ونېوله، په خواله رسنیو کې هم یو شمېر ناسم خبرونه خپاره شوي دي. په دې وروستیو کې ادعا شوې چې ګواکې پر عبدالرشید دوستم باندې د زړه حمله راغلې ده او ځینو بیا ویلي چې نوموړی مړ شوی دی.
د «زرمینه محمدی» په نوم یوې فېسبوک پاڼې لیکلې چې ګواکې ښاغلی دوستم په ترکیه کې وفات شوی دی.

یوې بلې فېسبوک پاڼې هم ورته ادعا یې کړې.

د ‘Rola Ghani’ په نوم یوې جعلې فېسبوک پاڼې لیکلې: «جنرال دوستم باندی د زړه حمله راغلی او اوس د ترکیې هیواد په روغتون کې بستر دي روغتیاې حالات یی نازک ښودل شوی».

حقیقت موندنه
مونږ د حقیقت موندنې لپاره پر نوموړي انځور د ګوګل برعکس پلټنه تر سره کړه. په پایله کې مو وموندله چې دا انځور پخوانی دی او هغه مهال اخستل شوی دی چې ښاغلي دوستم په ۲۰۱۷ کال کې د اپریل په میاشت کې وینه ورکوله. د نوموړي رسمي فېسبوک پاڼه کې راغلي چې عبدالرشید دوستم د ۲۰۹ شاهین قول اردو د پېښې ټپیانو ته وینه ورکړه.

له بلې خوا مونږ د جسد پر انځور هم پلټنه تر سره کړه. په پایله کې مو وموندله چې دا انځور د کرېکټ لوبغاړي نجیب تره کي پورې تړاو لري چې په یوه ترافیکي پېښه کې په ۲۰۲۰ میلادي کال کې وفات شو.
دا انځور د پژواک خبري اژانس له خوا خپور شوی دی.

مونږ همدا راز په ګوګل کې د کلیدي کلمو پلټنه تر سره کړه خو داسې کوم راپور مو ونه مونده چې په دې وروستیو کې پر ښاغلي دوستم د زړه حملې او یا د نوموړي د مرګ په اړه کومه خبره کړې وي.
پایله
له پورتنیو څېړنو څخه څرګندیږي چې په دې وروستیو کې پر عبدالرشید دوستم د زړه کومه حمله نه ده راغلې او نه هم هغه مړی شوی دی. په دې تړاو شریک شوی انځور پخوانی دی چې د نوموړي وینې ورکولو پورې تړاو لري.

سرلیک: فېسبوک کاروونکي وایي دوستم د زړه حملې له امله مړی شوی؛ خو انځور یې د ویني ورکولو دی
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: False