دا زده کوونکی د ۱۴۰۰ کانکور عمومي اولنمره نه دی شوی

Education False

د ټولنیزو رسنیو کاروونکو تر منځ یو ناسم خبر لاس په لاس کیږي ګواکې دا چې د ۱۴۰۰ هجري لمریز کال د کانکور عمومي اولنمره د رشید په نوم یو زده کوونکی د ارزګان له ولایت څخه دی.

ادعا

د ۱۴۰۰ کال د کانکور عمومي اولنمره د عبدالرشید په نوم د ارزګان له ولایت څخه اعلان شوی دی.

د ټولنیزو رسنیو کاروونکي د ۲۰۲۱ کال د مې په ۹مه د ارزګان ولایت د یوه زده کوونکي انځور چې عبدالرشید نومیږي، لاس په لاس کړی دی. د دوی په آند چې نوموړی زده کوونکی د سږکال د کانکور عمومي اولنمره نومول شوی دی.

د «ډاکټر عبدالولي اعتماد» په نوم فېسبوک پاڼه لیکلي: «تېر کال عمومي اول نمره د بلي سیمې څخه وو ځکه خو یې ستاینه په هر تلویزیون او رسنۍ کي کېدل. مګر دا ځل چي د ۱۴۰۰ کال کانکور عمومي اول نمره روزګانی شو تر اوسه چنداني څوک پرې خبر لا نه دي.» په فېسبوک پاڼه کې همدا راز راغلي: «د تعلیم برخه باید له هر ډول تعصب څخه پاکه اوسي !رشید خانه دا ستر ویاړ دې مبارک سه. ته د روزګان نه بلکي د هیواد ویاړ یې!»

دا ناسم خبر په فېسوک کې شاوخوا ۱۷۰۰ ځلې شریک شوی دی.

یوه فېسبوک پاڼه

فېسبوک لېنک/ آرشیف لېنک

حقیقت موندنه

زمونږ پلټنې راښیي چې دا زده کوونکی د ترینکوټ په سطحه له ۱۲ ټولګي څخه عمومي اولنمره فارغ شوی دی او د ۱۴۰۰ کال د کانکور عمومي اولنمره په توګه نه دی اعلان شوی. له بلې خوا څخه د ۱۴۰۰ کال د کانکور عمومي ازموینې لا تراوسه په بشپړه توګه نه دي خلاصې شوې او د ازموینې پایلې د دې خبر تر خپرېدلو پورې نه دي اعلان شوې.

د ارزګان ولایت مقام د رسنیو فېسبوک پاڼه د ۲۰۲۱ زیږدیز کال د مې پر ۸مه د عبدالرشید انځور په خپرولو سره لیکلي: «ارزګان والي محمد عمر شېرزاد هغه زده کوونکی چي د ترينکوټ په کچه د ۱۳۹۹ کال له دولسم ټولګۍ څخه عمومي اول نمره فارغ سوی وو، په معنوي او مادي ډاليو وستايه.»

د ارزګان ولایت مقام د رسنیو فېسبوک پاڼه

د ارزګان ولایت مقام د خبر له مخې، ياد زده کوونکي عبدالرشيد نوميږي چې د ترينکوټ ښار د سيدال خان عالي ليسې څخه د فراغت سند ترلاسه کړی دی.

فېسبوک لېنک/ آرشیف لېنک

له بلې خوا نه د ازموینو ملي اداره د هېواد یو شمېر ولایتونو د کانکور د ازموینې د بایومتریک خبر ورکړی دی. دا په دې مانا ده چې د ۱۴۰۰ کال د کانکور ازموینې لا تراوسه بشپړې شوې نه دي.

د ازموینو ملي ادارې فېسبوک پاڼه

فېسبوک لېنک/ آرشیف لېنک

پایله

د ارزګان ولایت څخه د عبدالرشید په نوم د کانکور عمومي اولنمره د اعلانېدلو خبر ناسم دی. ښاغلی رشید د ترینکوټ په کچه له دولسم ټولګي څخه عمومي اولنمره فارغ شوی دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *