د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د افغانستان پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني او د پخواني حکومت د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلم یار انځور په خپرولو سره ادعا کړې چې ګواکې دوی په عربي متحده اماراتو کې له یو بل سره لیدلي.

خو زمونږ موندنې ښيي چې دا انځور پخوانی دی او ښاغلی غني له مسلم یار سره په دې وروستیو کې نه دي لیدلي.

ادعا

وروسته تر هغې چې د پخواني حکومت د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلم یار متحده عربي اماراتو ته ولاړ، د هغه په اړه یو شمېر ناسم خبرونه په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي دي.

په دې وروستیو کې ادعا شوې چې ګواکې ښاغلی مسلم یار له محمد اشرف غني سره په متحده عربي امارتو کې لیدلي دي.

د «ثناء صافي» په نوم یوې جعلي فېسبوک پاڼې د روان میلادي کال د مارچ په ۱۷ لیکلي:

«فضل هادی مسلیم یار د پخوانی ولسمشر سره په دوبی کی ولیدل
فضل هادی مسلیم د یوپیغام له.لاری ټول ملت ته مبارکی ورکړي چي ولسمشر غني سره یوځای په پخلاینی او خوشحالې درګرځو کابل ته».

فېسبوک پسټ/آرشیف لېنک

یو شمېر رسنۍ خبر ورکړی وو چې ښاغلی مسلم یار په یوه شخصي سفر متحده عربي اماراتو ته تللی دی. د راپورونو له مخې د نوموړي دا سفر د یوې اونۍ لپاره دی.

په دې اړه کولی شئ نور جزیات د «جمهور نیوز» په دې راپور کې ولولئ:

جمهور نیوز/ آرشیف لېنک

حقیقت موندنه

مونږ د حقیقت موندنې لپاره پر نوموړي انځور د ګوګل برعکس پلټنه تر سره کړه. په پایله کې مو وموندله چې دا انځور پخوانی دی او په تېر حکومت کې اخستل شوی دی.

دا انځور د «ارګ» په رسمي تویټر پاڼه کې په ۲۰۲۱ میلادي کال کې د مې په ۲ خپور شوی دی. په تویت کې راغلي چې اشرف غني د ولسي جرګې له پخوانی رییس میر رحمان رحماني او د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلم یار سره ولیدل.

د دې لیدنې موخه د ملي او سیاسي اجماع پیاوړي کول او د عادلانه سولې را منځ ته کول ښودل شوی دی.

تاسو کولی شئ چې لاندې تویت وګورئ چې ورته انځور پکې خپور شوی دی.

مونږ پر دې سربېره د ښاغلي مسلم یار تویتر ته هم ولاړو. خو نوموړی په دې اړه څه نه دي ویلي. ده دا هم نه دي ویلي چې ګواکې نوموړی به له اشرف غني سره یو ځای هېواد ته ولاړ شي، هغه څه چې په فېسبوک پسټ کې ادعا شوې.

د فضل هادي مسلمیار تویتر

پایله

له پورتنیو څېړنو څخه څرګنده شوه چې د فضل هادي مسلم یار او اشرف غني تر منځ د لیدلو انځور پخوانی دی. ښاغلی مسلم یار دا نه دي ویلي چې ګواکې له محمد اشرف غني سره یې په متحده عربي اماراتو کې لیدلي.

Avatar

سرلیک: په متحده عربي اماراتو کې د اشرف غني او فضل هادي مسلم یار د لیدلو ادعا؛ خو زمونږ موندنې ښيي چې تصویر پخوانی دی

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team

پایله: False