په دې وروستیو کې د کابل په سرای شمالي کې موټر بم برید نه دی شوی

Partly False Security

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د روان میلادي کال د نومبر په ۱۸مه یو خبر خپور کړی چې ګواکې د کابل په سرای شمالي سیمه کې موټر بم برید شوی چې په وینا یې ۱۵ طالبان وژل شوي دي. 

زمونږ موندنې ښیي چې دا برید د مقناطیسي ماین له امله وو چې چا ته پکې د سر زیان نه دی رسیدلی. 

ادعا

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د نومبر په ۱۸مه ویلي چې د کابل په سرای شمالي سیمه کې پر طالبانو یو موټر بم برید شوی دی. د دوی په وینا په دې برید کې ګڼ شمېر طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. 

د ‘Atal Afg’ په نوم یو فېسبوک کاروونکي لیکلي: « ریپوټونه وایي چې شیبه مخکې د کابل په سرای شمالی سیمه کې د موټر بم برید وشو او وروسته په سیمه کی جگړه پیل شوه.
د پوره جزیاتو په اړه له موژ سره اوسي!
لومړني رپوتونه وایی برید دطالبانو د۳۱۳ قطعي په مرکز شوې چې په ترڅ کې یې ۱۵ تنه طالبان وژل شوي او ډیرشمیرزخمیان دي».

فېسبوک پسټ/ آرشیف لېنک

حقیقت موندنه

د نومبر په ۱۸مه د کابل په سرای شمالي سیمه کې چاودنه را منځ ته شوې وه خو دا چاودنه د مقناطیسي ماین له امله وه چې هدف یې طالبان وو. په دې چاودنه کې څوک نه دي وژل شوي. په دې سیمه کې د موټر بم برید خبر ناسم دی چې ویل شوې وه ګواکې ۱۵ طالبانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې.

خامه پریس په سرای شمالي سیمه کې د دې چاودنې په اړه لیکلي: « یوه چاودنه د لړم د میاشتي په ۲۷مه نېټه د کابل په سرای شمالي سیمه کې را منځ ته شوې ده. په دې چاودنه کې چا ته زیان نه دی اوښتی.»

فېسبوک پسټ/آرشیف لېنک

پایله

په ټولنیزو رسنیو کې هغه خبر ناسم دی چې ګواکې د نومبر په ۱۸مه د کابل په سرای شمالي سیمه کې موټر بم برید شوی او له امله یې ۱۵ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. دا چاودنه د مقناطیسي ماین له امله را منځ ته شوې وه چې هدف یې طالبان وو خو راپورونه وایي چې دا چاودنه مرګ ژوبله نه لري.

Avatar

سرلیک: په دې وروستیو کې د کابل په سرای شمالي کې موټر بم برید نه دی شوی

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team 

پایله: Partly False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *