
د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د بلوچستان ایالتي صدر او پخوانی سناتور «عثمان کاکړ» د جنازې انځور په کابل کې د لاریون کوونکو په توګه خپور کړی دی. د فاکت کرېسیندو د څېړنو پر اساس دا انځور په کابل کې د لاریون کوونکو پورې اړه نه لري.
ادعا
د «شمشاد نیوز» په نوم یوې فېسبوک پاڼې د عثمان کاکړ د جنازې د لمانځه انځور خپور کړی او ادعا یې کړې چې ګنې په کابل کې خلک د برېښنا پایو ورانولو په غبرګون لاریون کړی دی. دا پاڼه لیکلې: «کابل کې زرګونه تنو لاريون کوونکو د حکومت نه وغوښتل چې د بريښنا پایو امنيت دې طالبانو ته وسپاري ترڅو یې هغوې امنيت وساتي .لاريون کوونکو ادعا وکړه چې پایې خپله دولت چپه کوي پرون ځايي خلکو رينجرې ليدلې وې چې پایه يې چپه کړې وه».
دا فېسبوک پست له نورو سره ۸۹۸ ځله شریک شوی دی. داسې ښکاري چې دا فېسبوک پاڼه د شمشاد تلویزیون پورې اړه ونه لري او جعلي وي.
حقیقت موندنه
مونږ پر دغه انځور د ګوګل د انځورونو برعکس پلټنه تر سره کړه. په پایله کې مو وموندله چې دا انځور په بلوچستان کې د عثمان کاکړ د جنازې لمانځه پورې اړه لري. په دې وروستیو کې په کابل کې هېڅ ډول لاریون د برېښنا پایو د ورانولو په غبرګون نه دی تر سره شوی.
دا انځور ’samaj.urdupub.com’ وېبپاڼې له خوا د روان کال د جون په ۲۴مه خپور شوی دی. په داسې حال کې چې په فېسبوک پاڼه کې ویل شوې وه چې ګنې لاریون د جون په ۳۰مه شوی دی.
د عثمان کاکړ په اړه
عثمان کاکړ د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سیاستوال پاتې شوی دی. دی اوسمهال په بلوچستان کې د دغه ګوند ایالتی مشر وو. ده په پاکستان کې د سنا غړی هم پاتې شوی دی. عثمان کاکړ د جون په ۲۱مه د کراچۍ په آغا خان روغتون کې مړ شو. د ده مړینه په پاکستان او افغانستان کې له پراخو غبرګونونو سره مخ شو.
پایله
په ټولنیزو رسنیو کې هغه خبر او انځور ناسم دی چې ګنې په کابل کې د برېښنا پایو ورانولو په غبرګون کې لاریون شوی او لاریون وال غواړي چې د پایو امنیت دې طالبانو ته وسپارل شي.
نوموړی انځور په بلوچستان کې د عثمان کاکړ د جنازې پورې اړه لري. په دې وروستیو کې په کابل کې هېڅ ډول لاریون د برېښنا پایو په تړاو نه دی شوی.

سرلیک: د عثمان کاکړ د جنازې انځور په کابل کې د لاریون کوونکو په توګه خپور شوی
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: False