
د ټولنیزو رسنیو کاروونکو تر منځ د هند د لومړي وزیر نرندرا مودي یو فوتوشاپ شوی انځور لاس په لاس شوی دی. په انځور کې ښاغلی مودي لیدل کیږي چې په بشقاب کې یې مخې ته د غوا فاضله مواد شتون لري. زمونږ موندنې ښيي چې د ښاغلي مودي دا انځور فوتوشاپ شوی دی. په اصلي انځور کې هغه د « لیتي چوکها» په نوم یو ډول خواړه خوري.
ادعا
د ‘Mirwali Qani’ په نوم د فېسبوک یوه کاروونکي د هند لومړي وزیر نرندرا مودي انځور د روان کال د اکتوبر په ۴مه خپور کړی دی. په انځور کې ښاغلی مودي د خوراک کولو پر مهال لیدل کیږي خو په بشقاب کې یې د غوا فاضله مواد (خوشایي) دي.
دا فېسبوک پست له نورو سره ۲۷۶ ځله شریک شوی دی.
حقیقت موندنه
مونږ پر دغه انځور د ګوګل انځورنو برعکس پلټنه تر سره کړه. په پایله کې مو وموندله چې دا انځور جعلي دی. په اصلي انځور کې ښاغلی مودي په ډهلي کې په یو مراسم کې یې ګډون کړی وو او هلته یې د غرمې ډوډۍ خوړله.
اصلي انځور د ښاغلي مودي په یو تویت کې په ۲۰۲۰ میلادي کال کې د فبرورۍ په ۱۹مه خپور شوی دی. ښاغلي مودي لیکلي: « ما په غرمې ډوډۍ کې د لیتي چوکها په نوم یو خوندور خواړه له تود چای سره یو ځای وخوړ».
Had tasty Litti Chokha for lunch along with a hot cup of tea… #HunarHaat pic.twitter.com/KGJSNJAyNu
— Narendra Modi (@narendramodi) February 19, 2020
مونږ لاندې د هغه اصلي او جعلي انځور له یو بل سره پرتله کړی دی. په اصلي انځور کې لیدل کیږي چې د هغه په بشقاب کې خواړه دی. خو په جعلي انځور کې د خواړه پر ځای د هغه په لوښي کې د غوا فاضله مواد فوتوشاپ شوی دی. د ښاغلي مودي تر شاه یو شمېر نور خواړه هم لیدل کیږي. په اصلي انځور کې د هغه د بشقاب او تر شاه خواړه یو شان دي چې ښيي د هغه انځور فوتوشاپ شوی دی.
پایله
په ټولنیزو رسنیو کې د نرندرا مودي هغه انځور چې په بشقاب کې یې د غوا فاضله مواد لیدل کیږي، جعلي دی. په اصلي انځور کې ښاغلی مودي په یو مراسم کې یې ګډون کړی وو او د غرمې ډوډۍ خوري.

سرلیک: د خوراک پر مهال د نرندرا مودي یو انځور فوتوشاپ شوی
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: Altered