له اشرف غني سره د امیرخان متقي د لیدنې انځور جعلي دی

Altered Politics

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د یوه جعلي انځور په خپرولو سره ادعا کړې چې ګواکې پخوانی افغان ولسمشر محمد اشرف غني د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره لیدلي دي.

زمونږ موندنې ښيي چې دا انځور جعلي دی او دوی له یو بل سره په دې وروستیو کې نه دي لیدلي.

ادعا

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د روان میلادي کال د فبرورۍ په ۱۹ ادعا کړې چې ګواکې محمد اشرف غني له امیرخان متقي سره لیدلي دي.

تاسو کولی شئ چې ورته فېسبوک پسټ لاندې وګورئ:

فېسبوک پسټ/آرشیف لېنک

یوې بلې فېسبوک پاڼې هم ورته انځور یې له ورته ادعا سره یو ځای خپور کړی دی.

فېسبوک پسټ/آرشیف لېنک

حقیقت موندنه

مونږ د حقیقت موندنې لپاره پر نوموړي انځور د ګوګل برعکس پلټنه تر سره کړه. په پایله کې مو وموندله چې دا انځور فوټوشاپ شوی او جعلي دی.

دا انځور په حقیقت کې د امیرخان متقي او د ازبکستان د سفیر یادګار خواجه شادمانوف تر منځ د لیدنې پورې تړاو لري. د راپورونو له مخې، دا لیدنه د ۱۴۰۰ هجري لمریز کال د تلې په ۱۰ تر سره شوې وه. په دغه لیدنه کې د مزار شریف د هوایي ډګر او ازبکستان ته پر الوتنو باندې بحث شوی وو.

د امیرخان متقي او د ازبکستان سفیر تر منځ د لیدنې راپور کولی شئ چې دلته په «هشت صبح» ورځپاڼه کې ولولئ:

د هشت صبح راپور/آرشیف لېنک

تاسو کولی شئ چې اصلي او جعلي انځورونه دلته وګورئ:

جعلي انځور:

له بلې خوا تر اوسه په دې اړه کوم موثق خبر خپور شوی نه دی چې د اشرف غني او امیرخان متقي لیدنه تایید کړي.

پایله

په ټولنیزو رسنیو کې د اشرف غني او امیرخان متقي د لیدنې انځور جعلي او فوتوشاپ شوی دي. په دې وروستیو کې محمد اشرف غني له امیر خان متقي سره نه دي لیدلي.

Avatar

سرلیک: له اشرف غني سره د امیرخان متقي د لیدنې انځور جعلي دی

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team 

پایله: Altered

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *