ایا د ولسمشرۍ دفتر له خوا د قرنطین طرحه رد شوې؟

Covid-19 False

د ټولنیزو رسنیو کاروونکو تر منځ یو ناسم خبر لاس په لاس کیږي ګواکې دا چې د ولسمشرۍ دفتر له خوا د کرونا ویروس د درېیمې څپې مخنیوي په موخه د ښوونځیو او پوهنتونونو د تړل کېدلو یو نیم میاشتنی طرحه رد شوې ده.

ادعا

د ټولنیزو رسنیو کاروونکو تر منځ یو خبر د روان کال د ثور په ۱۱مه لاس په لاس شوی دی ګواکې دا چې د عامې روغتیا وزارت له خوا د کرونا ویروس د درېیمې څپې د مخنیوي لپاره د قرنطین وړاندیز شوې طرحه د ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا رد شوې ده. د «صفحه رسمی حسنا کریمی» په نوم یوه فېسبوک پاڼه لیکلي: « د پوهنتونونو او ښوونځیو ۴۵ ورځنی قرنطین طرحه د ولسمشرۍ له خوا رد شوه».

Graphical user interface, application

Description automatically generated

فېسبوکآرشیف لېنک

د «لوړو زده کړو وزارت کانکور ازموینو ریاست» په نوم هم یوه جعلي فېسبوک پاڼه دا خبر یې خپور کړی دی.

دا پاڼه لیکلي: «د ښوونځیو او پوهنتونونو د قرنطین طرحه د ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا رد شوه».

دا خبر په لس هاوو ځلې فېسبوک کې لاس په لاس شوی دی.

Graphical user interface, text, website

Description automatically generated

فېسبوک/ آرشیف لېنک

حقیقت موندنه

د لوړو زده کړو وزارت ویاند مرستیال میرویس علیزی، طلوع نیوز ته ویلي: «د عامې روغتیا وزارت د کرونا ویروس د خپرېدلو مخنیوي په موخه یوه طرحه د لوړو زده کړو او ښوونیزو مرکزونو د تړلو لپاره د ولسمشرۍ ماڼۍ ته وړاندې کوي».

Graphical user interface, website

Description automatically generated

د طلوع نیوز راپور

د راپور لېنک/ آرشیف لېنک

وېډیو

د ښوونځیو او پوهنتونونو د تړل کېدلو طرحه داسې مهال د ولسمشرۍ دفتر ته وړاندې کیږي چې په هېواد کې د کرونا ویروس د درېیمې څپې وېره را منځ ته شوې ده. 

د لوړو زده کړو وزارت د دې طرحې په اړه څه نه دي ویلي.

پایله

د ټولنیزو رسنیو له خوا کوم خبر چې د ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا د ښوونځیو او پوهنتونونو قرنطین د طرحې ردولو په اړه لاس په لاس شوی، ناسم دی. د عامې روغتیا وزارت مرستیال په وینا، دوی به ولسمشرۍ ماڼۍ ته دغه طرحه وړاندې کوي. تر اوسه دغه طرحه نه تایید شوې او نه هم رد شوې ده.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *