
د ۲۰۲۶ کال جنوري په اخیر کې د ټولنیزو رسنیو فیسبوک ګڼ شمېر کاروونکو د یو انځور په خپرولو سره ادعا کړې، چې ګواکې تازه په پاکستان لاهور کې موټر بم چاودنه شوې ده. خو د فکټ کریسنډو موندنې ښیي، چې د یاد شمېر فیسبوک کاروونکو دغه ادعا دروغ ده او خپور شوی انځور د مصنوعي ځیرکتیا (Gemini) په وسیله جوړ شوی دی.
دا چې بشپړ حقیقت څه دی، د فکټ کریسنډو په دې څېړنه کې یې ولولئ!
لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو لاندې څو پوسټونه د نمونې په توګه وګورئ. دوی له خپور شوي انځور سره خپلو پوسټونو کې لیکلي دي: «د پاکستان لاهور کې د پولیسو په مرکز موټر بم چاودنه شوې.»

رېښتیا څه دي؟
د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا دروغ ده. د ۲۰۲۶ جنوري ماشت وروستیو کې د پاکستان په لاهور ښار کې د کومې موټر بم چاودنې خبر نشته او خپور شوی انځور اصل کې په مصنوعي ځیرکتیا (Gemini) جوړ شوی دی.
موږ ولې وایو، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو ادعا دروغ ده او وایرل شوی انځور په (Gemini) جوړ شوی دی؟
موږ لومړی د شوې ادعا اړوند کلیدي توري وپلټل او بیا مو خپور شوي انځور په دقت سره وکتلو. د پایلو په صورت کې مالومه شوه، چې وایرل شوی شوی انځور د مصنوعي ځیرکتیا (Gemini) په وسیله جوړ شوی دی او شوې ادعا دروغ ده.
موږ په ګوګل سرچ انجن کې د «Blast in lahore pakistan 2026» کلیدي توري وپلټل، چې هلته موږ هیڅ داسې خبر ونه موند، چې د شوې ادعا ملاتړ وکړي.

د دې تر څنګ موږ چې کله له ادعا سره خپور شوی انځور په دقت سره وکتلو، نو ومولېدل، چې په انځور د (Gemini) لوګو یا نښه شته دی، چې دا په دې مانا چې دغه انځور په مصنوعي ځیرکتیا په ځانګړې توګه د (Gemini) په واسطه جوړ شوی دی.
تاسې کولی شئ په لاندې انځور کې د جمنای لوګو وګورئ.

د دې تر څنګ موږ د رسنیو راپورونه هم ولوستل، تر څو پوه شو، چې په پاکستان لاهور کې د 2026 جنوري میاشت کې کومه پېښه شوې ده او کنه. موږ وموندله چې په لاهور کې وروستۍ چادونه په 2025 کال می میاشت کې شوې ده او تر هغې وروسته داسې کوم خبر نشته چې په یاد ښار کې دې د موټر بم چاودنې په اړه خپور شوی وي.

پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا دروغ ده. د ۲۰۲۶ جنوري ماشت وروستیو کې د پاکستان په لاهور ښار کې د کومې موټر بم چاودنې خبر نشته او خپور شوی انځور اصل کې په مصنوعي ځیرکتیا (Gemini) جوړ شوی دی.
ایا رېښتیا تازه په پاکستان لاهور کې موټر بم چاودنه شوې ده؟ : TITLE
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: False

