
د ۲۰۲۵ کال دیسمبر میاشتې په ۱۶مه او ۱۸مه نېټه د ټولنیزو رسنیو فیسبوک یو شمېر کاروونکو څو انځورونه په یو فریم کې له دې ادعا سره خپاره کړي، چې ګواکې تازه په کندهار ولایت مقام باندې برید شوی دی. خو د فکټ کریسنډو موندنې ښیي، چې یاد انځورونه یې پخواني او بې تړاوه دي او همدا راز شوې ادعا حقیقت نلري.
د بشپړ مطلب او پوهاوي لپاره د فکټ کریسنډو دا څېړنه ولولئ!
لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو څو پوسټونه د نمونې په توګه وګورئ. دوی له خپور شوي ګډ انځور سره لیکلي: «تاﺯه خبر؛ همدا اوس د کندهار ولايت په مقام بريد وشو…».

رېښتیا څه دي؟
د ټولنیزو رسنیو فیسبوک یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا دروغ ده، د کندهار په ولایت مقام کوم برید ندی شوی او له ادعا سره وایرل شوی انځور، چې د څو انځورونو ګډه ټولګه ده، پخواني او بې تړاوه دي.
موږ ولې وایو، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا دروغ ده؟
موږ پر خپور شوي انځور ګوګل ایمیج لټون پلی کړ او بیا مو په ګوګل کې د شوې ادعا اړوند کلیدي توري هم وپلټل. د پایلو په صورت کې مالومه شوه، چې خپور شوی انځور، چې د څو انځورونو یوه ټولګه ده، پخواني او بې تړاوه دي.
موږ هر یو انځور په لاندې توګه په نورو ادرسونو کې د شوې ادعا خلاف پیدا کړ، چې تاسې کولی شئ په لاندې توګه یې مشاهده وکړئ.

لومړی انځور: وي او ای پښتو دغه انځور په ۱۳۹۶ (۲۰۷) کې له یو راپور سره خپور کړی دی، او ورسره یې لیکلي دي، د هرات د ښار د جامع جومات مخ ته د ماین په یوې چاودنې کې اته تنه وژل شوي او ١۷ تنه نور ټپیان شوي دي.

دوهم انځور: دوهم انځور هم موږ په پژواک خبري اژانس کې وموندو، چې له یو راپور (کندهار کې لا هم شل سلنه دولتي بستونه تش پاتې دي) سره یې خپور کړی. پژواک دغه راپور په ۲۰۱۳ کال کې خپور شوی دی.

درېیم انځور: درېیم انځور بیا، چې د PBS شبکې ۲۰۲۴ کې له یو خبر سره خپور کړی دی، په لاندې سکرین شاټ کې کتلی شئ.

د یادوونې وړ ده، چې څلورم انځور بیا موږ د خپلو هڅو په پایله کې کوم ادرس کې ونه مونده.
پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، چې د ټولنیزو رسنیو فیسبوک یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا دروغ ده، د کندهار په ولایت مقام کوم برید ندی شوی او له ادعا سره وایرل شوی انځور، چې د څو انځورونو ګډه ټولګه ده، پخواني او بې تړاوه دي.
د کندهار پر ولایت مقام د برید له ادعا سره پخواني او بې تړاوه انځورونه خپاره شوي دي. : TITLE
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: False

