د ټولنیزو رسنیو فعال حسیب ځواک په یوه نېوکه کوونکې ویډیو کې حمزه نه، بلکې پاکستانی سیاستوال (ولي خان) مخاطب ګرځولی دی.

International Misleading

حسیب ځواک چې د ټولنیزو رسنیو مشهور افغان فعال دی په یوه ویډیو کې یې ځیني نېوکې کړي دي. د ټیکټاک یو شمېر کاروونکو د هغه دغه ویډیو له دې ادعا سره خپره کړې، چې ګواکې نوموړي په دې ویدیو کې یو بل د ټولنیزو رسنیو مشهور فعال حمزه صاحبزاده مخاطب ګرځولی دی. خو د فکټ کریسنډ موندنې ښیي، چې حسیب ځواک په دې ویډیو کې د حمزه صاحبزاده په اړه نه بلکې د یو پاکستاني سیاستوال پاچا خان لمسي (ایمل ولي خان) په اړه خبرې کوي.

د بشپړ مطلب او پوهاوي لپاره د فکټ کریسنډو همدا څېړنه ولولئ!

لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو کاروونکو لاندې یو پوسټ د نمونې په توګه وګورئ. دوی د حسیب ځواک پر دغه ویډیو لیکلي: «حمزه ګل خان ته ځواب».

ArchiveTikTok Post

رېښتیا څه دي؟

د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا غولوونکې ده. په یاده ویډیو کې د حسیب ځواک په نوم د ټولنیزو رسنیو فعال د حمزه صاحبزاده په اړه ندی غږېدلی، بلکې د یو پاکستاني سیاستوال ایمل ولي خان هغو څرګندوونو په اړه یې نېوکې کړي دي، چې ولي خان په یو ایکس پوسټ کې د Khyber Pakhtunkhwa is definitely Pakistan جمله لېکلې وه. 

موږ ولې وایو، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا غولوونکې ده؟

موږ خپره شوې ویډیو په ځیر سره وکتله او وموندله چې په یاده ویډیو کې لاس وهنه شوې ده. بیا مو د حسیب ځواک رسمي ټکټاک اکونټ هم سکرول کړ چې هلته مو اصلي ویدیو پیدا کړه او مالومه شوه چې نوموړي حمزه صاحبزاده نه، بلکې ایمل ولي خان مخاطب کړی او نېوکې یې پرې کړي دي. 

د همدې ویډیو چې ادعا ورسره شوې او لاس وهنه پکې شوې اصلي ویډیو یې موږ د حسییب ځواک په رسمي ټکټاک اکونټ کې وموندله. په اصلي ویدیو کې هغه د ایمل ولي خان د ایکس پوسټ سکرین شاټ هم په ویډیو سکرین ور زیات کړی، چې تاسې یې په لاندې توګه کتلی شئ.

د اصلي ویډیو ارشیف لینکد ایډیټ شوې ویدیو ارشیف لینک

موږ همدا راز د ایمل ولي خان هغه ایکس پوست هم پیدا کړ، چې حسیب ځواک نومي د ټولنیزو رسنیو فعال پرې یاده ویډیو کې نېوکې کړي دي. تاسې دغه پوسټ لاندې توګه کتلی شئ.

ارشیف
پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، چې په یاده ویډیو کې د حسیب ځواک په نوم د ټولنیزو رسنیو فعال د حمزه صاحبزاده په اړه ندی غږېدلی، بلکې د یو پاکستاني سیاستوال ایمل ولي خان هغو څرګندوونو په اړه یې نېوکې کړي دي، چې ولي خان په یو ایکس پوسټ کې د Khyber Pakhtunkhwa is definitely Pakistan جمله لېکلې وه.

Avatar

د ټولنیزو رسنیو فعال حسیب ځواک په یوه نېوکه کوونکې ویډیو کې حمزه نه، بلکې پاکستانی سیاستوال (ولي خان) مخاطب ګرځولی دی. : TITLE

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team

پایله: Misleading

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *