
د ۲۰۲۵ کال نومبر میاشتې په ۶مه نېټه د ټولنیزو رسنیو فیسبوک یو شمېر کاروونکو څو انځورونه په یو فریم کې له دې ادعا سره خپاره کړي، چې ګواکې دا په سپین بولدک کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تازه جګړې حال دی. خو د فکټ کریسنډو موندنې ښیي، چې یاد انځورونه یې ځیني پخواني او ځیني یې بې تړاوه دي.
د بشپړ مطلب او پوهاوي لپاره د فکټ کریسنډو دا څېړنه ولولئ!
لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو یو پوسټ د نمونې په توګه وګورئ. دوی له خپور شوي انځور سره لیکلي: «همدا اوس سپين بولدک کې د پاکستان او افغان ځواکونو ترمنځ سخته جګړه روانه…».

رېښتیا څه دي؟
د ټولنیزو رسنیو فیسبوک یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا دروغ ده. له ادعا سره وایرل شوی انځور، چې د درې انځورونه ګډه ټولګه ده، پخواني او بې تړاوه دي.
موږ ولې وایو، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا دروغ ده؟
موږ پر خپور شوي انځور ګوګل ایمیج لټون پلی کړ او بیا مو په ګوګل کې د شوې ادعا اړوند کلیدي توري هم وپلټل. د پایلو په صورت کې مالومه شوه، چې خپور شوی انځور، چې د درې انځورونو یوه ټولګه ده، له شوې ادعا سره هیڅ سمون نه خوري.
موږ هر یو انځور په لاندې توګه په نورو ادرسونو کې د شوې ادعا خلاف پیدا کړ، چې تاسې کولی شئ، مشاهده یې وکړئ.

لومړی انځور:
اطلاعات روز ورځپاڼې د اکتوبر په ۱۷مه دا انځور له یو راپور سره خپور کړی دی او په کپشن کې یې ورسره لیکلي: پکتیا ولایت کې لږ تر لږه ۱۰ کسان د پاکستان د هوايي بریدونو له امله وژل شوي دي.

د دې تر څنګ indianexpress هم دغه انځور د اکتوبر په ۱۷مه خپور کړی او له انځور یې د منبع په توګه لیکي: په پاکستان د جمعې ماښام په پکتیکا ولایت کې د څو ملکی کورونو د بمبارولو له امله تور لګيږي چې له امله یې تلفات رامنځته شوي دي. (Photo: X/ Khama Press).

دوهم انځور:
د dvidshub ویبپاڼې بیا دوهم انځور، چې جوړه چورلکې پکې ښکاري، په کال ۲۰۰۷ کې خپور کړی او دا عنوان یې ورسره لیکلي دی: Afghan National Day Practice

درېیم انځور:
درېیم انځور هم موږ په thebalochistanpost ویبپاڼه کې پیدا کړل، چې د ۲۰۲۵ کال می میاشت کې یې خپور کړی او په عنوان کې یې ورسره لیکلي دي: د بلوچ لبریشن آرمی (BLA) د سوراب ښار کنټرول ادعا کوي.

پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، چې د ټولنیزو رسنیو فیسبوک یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا دروغ ده. له ادعا سره وایرل شوی انځور، چې د درې انځورونه ګډه ټولګه ده، پخواني او بې تړاوه دي.
د افغانستان-پاکستان ترمنځ سپین بولدک کې د تېرې وروستۍ جګړې په اړه بې تړاوه انځوورنه خپاره شوي دي. : TITLE
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: False

