
د ۲۰۲۵ کال اکتوبر میاشتې په ۲۰مه او ۲۱مه نېټه د ټولنیزو رسنیو فیسبوک یو شمېر کاروونکو د امریکا ولسمشر ډانلډ ترمپ ته اړوند یوه ویډیو له دې ادعا سره خپره کړې، چې ګواکې په دې ویډیو کلیپ کې ټرمپ ویلي، چې د پاکستان پلاران افغانان دي. خو د فکټ کریسنډو موندنې ښیي، چې دغه ویډیو د ai په وسیله جوړه شوې ده او اصلي ویډیو کې ټرمپ دا خبره نده کړې.
دا چې بشپړ حقیقت څه دی، د فکټ کریسنډو په دې څېړنه کې یې ولولئ!
لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو لاندې څو پوسټونه د نمونې په توګه وګورئ. د بېلګې په توګه د دوی له منځه یې ځینو پر ویډیو لیکلي دي: «ټرمپ وایي، د پاکستان پلاران افغانان دي».

رېښتیا څه دي؟
د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا غولوونکې ده. له یادې ادعا سره خپره شوې ویډیو په مصنوعي ځیرکتیا جوړه شوې ده او اصلي ویډیو کې ټرمپ د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف څخه د Sharm el-Sheikh غونډې په جریان کې پوښتنه کوي، چې «هند او پاکستان به یو بل سره سوله ییز او ښه ژوند وکړي، سمه ده؟».
موږ ولې وایو، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو ادعا غولوونکې ده او وایرل شوې ویډیو په مصنوعي ځیرکتیا جوړه ده.
موږ لومړی د خپرې شوې ویډیو پر څو منظم سکرین شاټونو ګوګل ایمیج لټون پلی کړ او بیا مو د شوې ادعا اړوند کلیدي توري هم وپلټل. د پایلو په صورت کې د امریکا د ولسمشر ټرمپ د وینا دغې صحنې بشپړه او اصلي ویډیو کلیپ هم پیدا کړ، چې مالومه شوه، وایرل شوې ویډیو په مصنوعي ځیرکتیا جوړه ده او اصلي ویډیو کې ډانلډ ترمپ د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف څخه د Sharm el-Sheikh غونډې په جریان کې پوښتنه کوي، چې «هند او پاکستان به یو بل سره سوله ییز او ښه ژوند وکړي، سمه ده؟».
د NDTV Profit له رسمي یوټیوب چینل څخه د همدې صحنې ویډیو خپره شوې ده، چې وروسره لیکل شوي: «هند او پاکستان به په ښه ډول یو ځای ژوند وکړي، سمه ده؟: ټرمپ د پاکستان صدراعظم شهباز شریف په یو ناارامه حالت کې واچاوه».
همدا راز CNN-News18 هم د دغې صحنې ویډیو له خپل رسمي یوټیوب چینل څخه خپره کړې ده، چې تاسې یې په لاندې توګه کتلی شئ:
یو هندي خبریال هم دغه ویډیو په خپل ایکس خپره کړې ده، چې تاسې یې کپشن او ویډیو په لاندې توګه کتلی شئ:
ارشیف
پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، چې له یادې ادعا سره خپره شوې ویډیو په مصنوعي ځیرکتیا جوړه شوې ده او اصلي ویډیو کې ټرمپ د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف څخه د Sharm el-Sheikh غونډې په جریان کې پوښتنه کوي، چې «هند او پاکستان به یو بل سره سوله ییز او ښه ژوند وکړي، سمه ده؟».
ډانلډ ټرمپ ته اړوند په ai جوړه شوې ویډیو له ناسمې ادعا سره خپره شوې ده. : TITLE
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: False

