د فلسطینۍ ماشومې انځور د دشت برچي چاودنې ټپي شوې په توګه خپور شوی

False Terrorism

د ټولنیزو رسنیو کاروونکي د فلسطینۍ ماشومې یوه پخوانی انځور د کابل دشت برچې چاودنې د ټپي شوې ماشومې په توګه خپور کړی دی.

ادعا

د ټولنیزو رسنیو کاروونکي د کابل سیدالشهدا ښوونځي تر برید وروسته د یوې نجلۍ انځور خپور کړی دی چې په خپل لاس کې یې په ژړغوني حالت کتاب نیولی دی. د ټولنیزو رسنیو دا کاروونکي ویلي چې ګواکې نوموړې نجلۍ د کابل د دشت برچي برید په چاودنه کې ټپي شوې ده.

Graphical user interface, text, application

Description automatically generated

د فېسبوک یوه کاروونکې

فېسبوک لېنک/ آرشیف لېنک

دا انځور پر فېسبوک سربېره په تویتر کې هم لاس په لاس شوی دی. انارکلي هنریاره په خپل تویتر کې د دې انځور په خپرولو سره دې ماشومې ته په خطاب کې ویلي: « ته د دې حق لري چې خوشحاله اوسې، له ژونده خوند واخلې، خو ته هم د دې هېواد د ځوان، بوډۍ او بوډا په څېر اوښکې تویوې».

د انارکلي هنریاره تویت

تویتر/ آرشیف لېنک

حقیقت موندنه

مونږ د ګوګل د انځورونو برعکس پلټنې له لارې وموندله چې دا انځور پخوانی دی. دا انځور د یوې فلسطیني نجلۍ پورې تړاو لري چې د اسراییلي ځواکونو له خوا په نړول شوي ودانۍ کې ولاړه ده او خپل کتاب یې اخستی دی.

په انځور کې لیدل کیږي چې دا ماشومه فلسطین هېواد پورې اړه لري 

وېبپاڼه/ آرشیف لېنک

د دشت برچي برید

د ثور په ۲۱ د کابل لویدیځ دشت برچي په سیدالشهدا ښوونځي کې د موټر بم چاودنه تر سره شوه. په دغه پېښه کې لږ تر لږه ۸۵ کسان ووژل شول او ۱۴۷ ټپیان شول. ویل کیږي د قربانیانو شمېر تر دې هم لوړه وي. د پېښې قربانیان ښځینه زده کوونکې وې چې له ښوونځي څخه د رخصت کېدلو پر مهال تر برید لاندې راغلې. افغان حکومت د د شت برچي او لوګر د پېښو قربانیانو ته د درناوي په موخه یوه ورځ ملي ماتم اعلان کړ. 

پایله

په ټولنیزو رسنیو کې د یوې ماشومې کوم انځور چې لاس په لاس شوی دی، ګواکې دا چې د کابل د دشت برچي په چاودنه کې ټپي شوې، ناسم دی. دا انځور د یوې فلسطینۍ ماشومې پورې اړه لري.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *