
د ټولنیزو رسنیو فیسبوک یو شمېر کاروونکو د افغانستان د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني یو انځور له دې ادعا سره خپور کړی، چې ګواکي دغه انځور د ښاغلي اشرف غني تازه انځور دی، په داسې حال کې چې یاد انځور په تېر ۲۰۲۲ کال د هغې مرکې دی، چې ښاغلي اشرف غني له CNN ټلویزونې شبکې سره په دې عنوان ځانګړې مرکه کړې وه، چې ولې یې د ۲۰۲۱ سقوط پر مهال هېواد پرېښود.
د پخواني ولسمشر پخواني انځورونه په وار وار سره د ټولنیزو رسنیو ګڼ شمېر کاروونکو له ناسمو ادعاوو سره خپاره کړي دي، چې فکټ کریسنډو پرې کتنه کړې. د دې کتنو له جملې تاسې یې یو څو کتنې (دلته، دلته او دلته) لوستلی شئ.
بشپړ مطلب د فکټ کریسنډو په دې کتنه کې ولولئ!
لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو لاندې څو پوسټونه د نمونې په توګه وګورئ. دوی د پخواني ولسمشر اشرف غني له دغه انځور سره لیکلي: «د غني بابا یو تازه انځور، زړونه ورکړئ.»

رېښتیا څه دي؟
د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو ادعا ناسمه ده. د پخواني ولسمشر ډاکټر اشرف غني دغه انځور اصلاً د هغې ویډیو مرکې دی، چې نوموړي ۲۰۲۲ کې CNN سره په دې موضوع ځانګړې مرکه کړې وه، چې ولې یې د ۲۰۲۱ کال سقوط پر مهال هېواد پرېښود.
موږ ولې وایو، چې د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو دغه ادعا ناسمه ده؟
موږ پر خپور شوي انځور د تېر په څېر ګوګل ایمیج لټون پلی کړ، او د ښاغلي اشرف غني همدا مرکه مو وموندله، چې انځور یې د ناسمې ادعا سره خپور شوی دی. دا مرکه اصلاً د ۲۰۲۲ کال دی او ښیي چې د ټولنیزو رسنیو ادعا ناسمه ده.
د CNN تلویزونې شبکې رسمي یوټیوب چینل باندې همدا مرکه شته، چې ۲۰۲۲ کال کې خپره شوې ده او ورسره لیکل شوي، «پخوانی ولسمشر د دې وضاحت ورکوي، چې ولې یې هېواد پرېښود؟»
همدا راز دغه سي cnn.vidoes پر خپلې ویبپاڼې هم خپره کړې، چې عین عنوان یې ورکړی.

د دې تر څنګ د سي این این دغه مرکه بیا نورو رسنیو هم راپور کړې ده. د مثال په توګه خامه پریس انګلیسي برخې یادې مرکې د یو انځور سره لیکلي: د افغانستان پخوانی ولسمشر اشرف غني وايي هیله لري چې ژر افغانستان ته راستون شي.

پایله: د فکټ کریسنډو کتنې وښودله، چې د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو ادعا ناسمه ده. د پخواني ولسمشر ډاکټر اشرف غني دغه انځور اصلاً د هغې ویډیو مرکې دی، چې نوموړي ۲۰۲۲ کې CNN سره په دې موضوع ځانګړې مرکه کړې وه، چې ولې یې د ۲۰۲۱ کال سقوط پر مهال هېواد پرېښود.
د پخواني ولسمشر ډاکټر اشرف غني ۲۰۲۲ کال CNN سره د ځانګړې مرکې یو انځور د تازه انځور له ادعا سره خپور شوی دی! : TITLE
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: False

