
د ټولنیزو رسنیو فیسبوک یو شمېر کاروونکو د افغانستان د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني یو انځور له دې ادعا سره خپور کړی، چې ګواکي دغه انځور د ښاغلي اشرف غني تازه انځور دی، په داسې حال کې چې یاد انځور د تېر ۲۰۲۴ کال فبروري میاشت کې رسنیو، هغه مهال خپور کړی، کله چې نوموړی د ۲۰۲۱ کال له تحول وروسته په لومړي ځل د بهرني سفر په توګه سعودي عرب ته د عمرې لپاره تللی وو.
بشپړ مطلب د فکټ کریسنډو په دې کتنه کې ولولئ!
لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو لاندې څو پوسټونه د نمونې په توګه وګورئ.

رېښتیا څه دي؟
د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو ادعا ناسمه ده. د پخواني ولسمشر ډاکټر اشرف غني دغه انځور تازه د ۲۰۲۵ کال ندی، بلکې دا انځور اصلاً شاوخوا یونیم کال وړاندې د ۲۰۲۴ کال فبروري میاشت کې رسنیو، هغه مهال خپور کړی، کله چې نوموړی د ۲۰۲۱ کال له تحول وروسته په لومړي ځل د بهرني سفر په توګه سعودي عرب ته د عمرې لپاره تللی وو.
موږ ولې وایو، چې د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو دغه ادعا ناسمه ده؟
موږ د ډاکټر اشرف غني پر دغه انځور ګوګل ایمیج لټون پلی کړ، چې په معتبرو رسنیو، بي بي سي، خامه پریس او نورو. او مالومه شوه، چې یاد انځور تازه یعني د ۲۰۲۵ کال ندی، بلکې پخوانی دی او شا وخوا یو نیم کال وړاندې خپور شوی دی.
بي بي سي پښتو د همدې انځور سره د خپل راپور سر خط کې لیکلي: له اماراتو بهر لومړنی سفر؛ اشرف غني عمرې ته تللی.

خامه پریس هم دغه انځور ۲۰۲۴ فبروري کې راپور سره خپور کړی او په عنوان کې دوی هم لیکلي: اشرف غني له افغانستان څخه له تر وتلو وروسته سعودي عربستان ته لومړی سفر کړی.

د ایکس یو کاروونکي هم دغه انځور ۲۰۲۴ کال فبروري کې له یو بل انځور سره کړی، چې تاسې په لاندې توګه کتلی شئ:
یو افغان ازاد خبریال، چې تر ډېره په سعودي کې استوګن وي په خپل رسمي فیسبوک اکونټ دغه انځور ۲۰۲۴ کې پوسټ کړی او ورسره یې لیکلي: له افغانستانه تر ناڅاپې وتلو وروسته په لومړي ځل پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني بهرنی سفر کړی او دعمري فریضي اداء کولو لپاره سعودي عربستان ته تللی.

تاسې کولی شئ د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني نورو انځورونو په اړه هم د فکت کریسنډو کتنې (دلته او دلته) ولولئ.
پایله: د فکټ کریسنډو کتنې وښودله، چې د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو ادعا ناسمه ده. د پخواني ولسمشر ډاکټر اشرف غني دغه انځور تازه د ۲۰۲۵ کال ندی، بلکې دا انځور اصلاً شاوخوا یونیم کال وړاندې د ۲۰۲۴ کال فبروري میاشت کې رسنیو خپور کړی دی.
یو ځل بیا د پخواني ولسمشر ډاکټر اشرف غني د ۲۰۲۴ کال انځور د تازه انځور له ادعا سره خپور شوی دی! : TITLE
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: False

