پخوانی انځور په شمالي وزيستان پر پاکستاني پولیسو باندې وروستي برید په توګه  شریک شوی.

International Missing Context

د رسنیو د راپورونو له مخې، د خیبر پښتونخوا د شمالي وزیرستان په خادي سیمه کې د شنبې په سهار په یوه ځانمرګي برید کې ۱۳ پاکستاني پوځیان ووژل شول او ۲۹ نور ټپیان شول، چې ۱۹ یې ملکي وګړي وو.

د ټولنیزو رسنیو ګڼ شمېر کاروونکو په د پاکستان په وزرستان کې وروستي بريد په توګه پخوانی انځور شریک کړی دی.

تاسو کولی شئ لاندې د فیسبوک ادعا وګورئ:

فېسبوک پوسټ آرشيف لینک

د فیسبوک کاروونکی لیکي: ” ‏شمالي وزیرستان:  په تازه برید کې 13 پاکستاني پوځیان وژل شوي دي. پاکستاني رسنۍ وایي، چې د دغه برید مسوولیت د حافظ ګل‌بهادر ډلې منلی، چې د 13 وژل شویو تر څنګ پکې 10 پوځیان ټپیان شوي دي. دا په شمالي وزیرستان کې په وروستیو کې تر ټولو خونړی برید دی.”

په هرصورت، د فیکټ کریسینډو موندنې ښیي چې د ټولنیزو رسنیو ادعا ګمراه کوونکې ده ځکه چې یو زوړ انځور د راجستان په شمالي سیمه کې د وروستۍ چاودنې په اړه شریک شوی چې ګڼ پولیس پکې ووژل شول.

د حقیقت معاینه

موږ لومړی په انټرنیټ کې د کلیمو لپاره لټون وکړه ترڅو معلومه کړو چې ایا داسې کومه پیښه په دې وروستیو کې رامنځته شوې ده او همدارنګه ایا د رسنیو کوم مستند راپورونه شتون لري چې دا تاییدوي.

راپورونو له مخې، د خیبر پښتونخوا د شمالي وزیرستان په خادي سیمه کې د شنبې په سهار په یوه ځانمرګي برید کې ۱۳ پاکستاني پوځیان ووژل شول او ۲۹ نور ټپیان شول، چې ۱۹ یې ملکي وګړي وو.

Ommcomnews آرشيف لینک

د نورو معلوماتو لپاره، موږ د شریک شوي عکس تر شا حقیقت موندلو لپاره په شریک شوي عکس کې د ګوګل ریورس عکس لټون هم پلي کړ.

شریک شوي انځور  د پاکستان په کوټه ښار کې د یو برید پورې تړاو لري.

دا ځانمرګی برید په ۲۰۱۸ میلادي کال کې په کوټه کې رامنځ ته شوی وو چې هغه مهال پکې لږ تر لږه ۶ تنه وژل شوي وو. دا انځور په یوه وېبپاڼه کې له یوه راپور سره خپور شوی وو.

ويبپاڼه  آرشيف لینک

پایله

له همدې امله، له پورتنیو څېړنو څخه څرګنده ده چې د ټولنیزو رسنیو ادعا ګمراه کوونکې ده ځکه چې یو زوړ انځور د راجستان په شمالي سیمه کې د وروستۍ چاودنې په اړه شریک شوی چې ګڼ پولیس پکې ووژل شول.

Avatar

Title:پخوانی انځور په شمالي وزيستان پر پاکستاني پولیسو باندې وروستي برید په توګه  شریک شوی.

Written By: Fact Crescendo Team  

Result: Missing Context

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *