د اسراییلو لخوا پر ودانۍ غورځول شوی بم، چې ویډیو کې ښکاري، تهران نه، بلکې لبنان بیروت دی.

False International

په ټولنییزو رسنیو کې د انسټاګرام او فیسبوک یو شمېر کاروونکو یوه ویډیو خپره کړې، چې پکې ښکاري یوه ودانۍ باندې بم راغورځي. د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو د دغې ویډیو په خپرولو سره ادعا کړې، چې ګني د اسراییلو لخوا پر ودانۍ د بم غورځولو دغه صحنه د تهران ده. په داسې حال کې چې د دوی ادعا دروغ ده او دغه ودانۍ او تهران کې نده.

د بشپړ مطلب لپاره د فکټ کریسنډو دغه څېړنه کې ولولئ!

لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو لاندې څو پوسټونه د نمونې په توګه وګورئ.

Archive | Facebook Post
Archive | Instagram Post

رېښتیا څه دي؟

دغه ویډیو د اسراییلو لخوا په تهران (ایران) کې پر کومې ودانۍ د برید نده، بلکې دا د اسراییلو یو جیټ الوتکې الوتکې  د ۲۰۲۴ کال نومبر میاشت کې د لبنان بیروت کې پر یوې ودانۍ بم غورځولو صحنه ده.

موږ ولې وایو، چې د ټولنیزو رسنیو کاروونکو یاده ادعا دروغ ده؟

موږ لومړی د خپرې شوې ویډیو پر سکرین شاټونو باندې د ګوګل ایمیج لټون پروسه پلي کړه، چې زیات شواهد په لاس راغلل او مالومه شوه، چې دغه ویډیو ایران کې د اسراییلو په کوم برید پورې هیڅ تړاو نلري.

د AP خبري اژانیس د دې پېښې د صحنې انځورونه او جزیات خپاره کړي، چې تاسې د لینک په پرانیستلو سره کتلی او لوستلی شئ.

ارشیف

سي این این هم د اسرایلو د جیټ له لوري لبنان بیروت کې پر دغې ودانۍ د بم غورځولو پېښې جزیات او انځورونه خپاره کړي.

ارشیف

د (The Guardian) رسمي یوټیوب چینل هم د دې پېښې ویډیو خپره کړې او په لاندې توګه یې مشاهده کولی شئ.


پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، چې دغه ویډیو د اسراییلو لخوا په تهران (ایران) کې پر کومې ودانۍ د برید نده، بلکې دا د اسراییلو یو جیټ الوتکې الوتکې  د ۲۰۲۴ کال نومبر میاشت کې د لبنان بیروت کې پر یوې ودانۍ بم غورځولو صحنه ده.

Avatar

د اسراییلو لخوا پر ودانۍ غورځول شوی بم، چې ویډیو کې ښکاري، تهران نه، بلکې لبنان بیروت دی. : TITLE

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *