
Image source: (Israeli Government Press Office via AP)
د روان کال ۲۰۲۵ تېرې جنوري میاشت کې تر مرګونې جګړې وروسته د قطر په منځګړیتوب اسراییل او حماس د اوربند او د بندیانو د تبادلې هوکړې ته ورسېدل. له هوکړې وروسته په لومړي پړاو کې دواړو لوریو یو شمېر بندیان هم تبادله کړل. خو تازه اسراییلو په حیرانوونکې توګه یو ځل بیا په غزه کې بریدونه وکړل، چې له امله یې د سلګونو فلسطینیانو د وژل کېدو او د ګڼ شمېر نورو د ټپي کېدو راپورونه ورکړل شوي دي.
پوښتنې دا دي، چې ولې بنیامین نتنیاهو د غزې اوربند مات کړ، ایا امریکا له دې بریدنو خبره وه، نتنیاهو په خپل وروستي پیغام او خبرداري که څه ویلي؟ او ایا د اوربند لپاره بیا کومې هیلې شته؟
فکت کریسنډو د دې پوښتنو ځواب لپاره بېلا بېلو اړخونو ته کتنه کړې، چې تاسې یې لوستلو ته رابولو!
تر نن پورې د اسراییلو له لوري په غزه کې د تازه بریدونو له امله د مرګ – ژوبلې شمېر څومره دی؟
د الجزیرې خبریال په غزه کې راپور ورکوي، چې د اسراییلو لخوا د تازه پیل شویو بریدونو لړۍ دوام لري او نن سهار هم د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۷ فلسطینیان وژل شوي دي.
د دې ۳۷ فلسطینیانو وژل کېدو سره د د وروستیو بریدونو له امله د وژل شویو کسانو شمېر شاوخوا ۴۵۰ ته رسیږي، هغه څه چې د غزې د روغتیا وزارت ویلي دي. د یادولو ده، چې د غزې د روغتیا وزارت د ارقامو له مخې د اسراییلو او حماس ترمنځ د پیل شوې جګړې له امله تر دا مهاله ټول ټال لږ تر لږه ۴۹،۵۴۷ فلسطینیان وژل شوي او ۱۱۲،۷۱۹ ټپیان شوي دي.
ولې بنیامین نتنیاهو د غزې اوربند مات کړ؟
د الجزیرې انګلیش څانګې یوه تازه خپرونه کې چې شنونکي او د چارو پوهان یې مېلمانه وو، په دې اړه چې ولې بنیامین نتنیاهو د غزې اوربند مات کړ، پوښتنې او ځوابونه پکې ویل شوي دي.
په دې خپرونه کې یو مرکه کوونکی د خپرونې په لسمه دقیقه کې وایي، چې بنیامین نتنیاهو په غزې ځکه یو ځل بیا تازه بریدونه وکړل، چې د امریکا رییس جمهور ډانلډ ټرمپ ورته شین څراغ ورکړی او اصلاً امریکا او اسراییل په دې اړه سره مشورې ته رسېدلي، چې اوربند مات کړي او تازه بریدونه وکړي، کوم چې د سلګونو فلسطینیانو د وژل کېدو سبب شول.
د خپرونې په ۱۲مه دقېقه کې بیا یو بل د چارو شنونکی په دې نظر دی، چې اصلاً اسراییل هیڅکله نه غواړي له غزې څخه په بشپړه توګه ووځي. د ده په خبره، اسراییلو ته داسې غزه د قبول وړ نده، چې حماس پکې شتون ولري. دا په دې مانا چې تر څو چې حماس ډله په غزه کې شتون ولري، نو دوی یعني اسراییل به یې پر وړاندې د ختمولو هڅې جاري ساتي.
د د الجزیرې انګلیش څانګې دغه بشپړه مرکه په لاندې توګه مشاهده کولی شئ:
دا خبره چې ډانلد ټرمپ اسراییلو ته پر غزې د تازه بریدونو شین څراغ ورکړ، تر څو اوربند مات کړي یا هم تازه بریدونه وکړي، د سپینې ماڼۍ د مطبوعاتي سکرترې کارولین لیویټ په وینا، اسراییلو په غزه باندې د خپل وروستي برید له پیل کولو دمخه له ولسمشر ټرمپ سره مشوره وکړه.
تاسې کولی شئ په دې اړه لاندې ویډیو کې د سپینې ماڼۍ د مطبوعاتي سکرترې کارولین لیویټ وینا واورئ:
د AP خبري اژانس هم په دې اړه یوه مقاله خپره کړې ده، او هلته د دې مقالې یوه برخه په همدې څرخي، چې ولې بنیامین نتنیاهو د غزې اوربند مات کړ؟
د دوی شننه دا ده، چې نتنیاهو دا کار د سیاسي ملاتړ ساتلو لپاره وکړ، تر څو د ښي اړخو ایتلافي ملګرو لکه بیزلیل سموتریچ او ایتامار بین ګویر ملاتړ له ځان سره دوامداره پاتې کړي. بیزلیل سموتریچ د اسراییلو د مالیې وزیر او یو ښي اړخی سیاسي مشر دی. هغه د لومړي وزیر نتنیاهو یو مهم متحد دی او د فلسطینیانو په وړاندې د سختو پالیسیو ساتلو په اړه قوي دریځ لري. ایتامار بین ګویر بیا د اسراییلو د ملي امنیت وزیر او یو بل ښي اړخی سیاستوال دی. هغه د ملي امنیت او فلسطیني مسلو په اړه د سخت دریځ لرلو له لپاره پیژندل کیږي او د نتنیاهو په ایتلافي حکومت کې یو مهم شخصیت دی.
نو د AP د خپور شوي مطلب له مخې، که چېرته نتنیاهو د اوربند لپاره بشپړه موافقه کړې وای، نو دې چارې به د هغه ایتلاف کمزوری کړی وای. سربیره پردې، د حماس د له منځه وړلو لپاره د نتانیاهو هدف به له خطر سره مخ شوی وای، ځکه چې حماس کولی شوای چې په غزه باندې بیرته ځواک او بشپړ کنټرول ترلاسه کړي. همدا راز د هغه په سیاسي بنسټ کې د ډیری خلکو لپاره، د حماس له بشپړ ماتې پرته د اوربند منل به د ماتې په توګه لیدل کیده.

نتنیاهو په خپل وروستي خبرداري او پیغام کې څه ویلي؟
وروسته له هغه چې اسراییلو په غزه تازه خونړي بریدونه وکړل، نو د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو یو پیغام او خبرداری خپور کړ. موږ تاسې ته د هغې خبرې کټ مټ په لاندې توګه ژباړو:
((حماس د دې جګړې مسؤل دی. زموږ په ښارونو یې یرغل وکړ، زموږ خلک یې ووژل، زموږ پر ښځو یې تیری وکړ او زموږ عزیزان یې وتښتول. حماس زموږ د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو لپاره په پرله پسې وړاندیزونو انکار وکړ. په تیرو دوو اونیو کې، اسراییلو په دې هیله چې حماس به خپله لاره بدله کړي، هیڅ پوځي اقدام ونکړ. ښه، دا کار ونه شو. پداسې حال کې چې اسراییل د ولسمشر ټرمپ د ځانګړي استازي سټیو ویټکوف وړاندیز ومانه، حماس په کلکه له دې کولو څخه انکار وکړ. له همدې امله ما پرون د حماس پر وړاندې د پوځي اقدام اجازه ورکړه… ))
ایا د اوربند لپاره بیا هیلې شته؟
د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو د سې شنبې په ورځ (د مارچ ۱۸مه) یو ویډیو پیغام کې خبرداری ورکړ چې په غزه باندې د شپې له خوا پراخ بریدونه “یوازې پیل” وو او د حماس سره راتلونکې خبرې اترې به “یوازې د اور لاندې ترسره شي”.

بنیامین نتنیاهو د غزې اوربند ولې مات کړ؟ : TITLE
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: Insight