
ټاکل شوې ده د روانې نومبر میاشتې په ۲۴مه او ۲۵مه نېټه به د ۲۰۲۵ کال IPL کرېکټ لیګ سیالیو لپاره په سعودي عربستان جده کې بولي ترسره شي. اوس تازه د همدې روانې نومبر میاشتې له پیل راهیسي د ټولنیزو رسنیو کاروونکي ادعا کوي، چې ګواکې پریټي زینټا ویلي: (هر ډول چې کیږي د IPL راتلونکو سیالیو لپاره به افغان کرېکټ لوبغاړی صدیق اتل اخلي او تر څو پنجاب کینګز لوبډلې سره یوځای شي). دا چې رېښتیا څه دي، د فکټ کریسنډو په دې کتنه کې یې ولولئ!
لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو له لوري د شوې ادعا پوسټونو څو بېلګې په لاندې ډول مشاهده کړئ:
دوی د پریټي زینتا له قوله داسې لیکلي: «داځل په راروان IPL سیزن کي صدیق اتل که په هرڅو کروړه.وي د خپلی لوبډلی لپاره یی اخلم. صدیق اتل به راروان سیزن کی پنجاب کینګز لوبډلې ته نوي رنګ او خوند ورکړي».



رېښتیا څه دي؟
د ټولنیزو رسنیو کاروونکو له لوري هغه ادعا چې ګواکې پریټي زنیټا په راتلونکو ۲۰۲۵ IPL سیالیو کې د صدیق اتل هرو مرو او په هر قیمت اخیستلو خبره کړې، مطلق دروغ ده. دا ځکه چې د پریټي زینټا په هیڅ رسمي سوشل میډیا اکونټ کې داسې کومه خبره نشته چې د صدیق اتل د اخستلو په اړه یې کړې وي او نه هم د لوبو او ورزش په کوم خبري چینل یا ویبسایټ کې داسې څه خپاره شوي دي.
موږ ولې وایو، چې د ټولنیزو رسنیو دغه ادعا مطلق دروغ ده؟
موږ لومړی په عموم کې د راتلونکي ۲۰۲۵ ای پي ایل په اړه کلیدي او اړوند توري وپلټل، بیا مو د پریټي زینټا او د پنجاب کینګز ایلیون لوبډلې اړوند ټول رسمي چینلونه سکرول او وپلټل. په پایله کې موږ هیڅ داسې څه پیدا نکړل، چې ګني په ۲۰۲۵ ای پي ایل سیالیو کې دې پریټي زینټا د صدیق اتل د اخیستلو په اړه کوم څه ویلي وي.
د پرینټي زینټا په رسمي انسټاګرام، فیسبوک او د نوموړې اړوند لوبډلې پنجاب کیګز پر رسمي فیسبوک او انسټاګرام هیڅ داسې پوسټ نشته، چې د صدیق اتل د هرو مرو اخیستلو په اړې دې ذکر شوی وي:




موږ د IPL رسمي ویبسایټ کې «IPL 2025 Auction: Key Details and What to Expect» تر عنوان لاندې یعني د ای پي ایل ۲۰۲۵ بولۍ په اړه وروستي یا په عموم کې د لیګ په تړاو جزیات چې د اکتوبر په ۹مه خپاره شوي، ولوستل او هلته د صدیق اتل هیڅ ذکر ندی شوی.

همدا راز موږ له ESPEN مشهور ویبسایټ څخه چې په ځانګړې توګه پر کرېکټ وروستي او تازه مالومات خپروي، د ۲۰۲۵ ای پي ایل لیګ لپاره د پنجاب کیګز لوبډلې لخوا د صدیق اتل د اخیستلو هیڅ هم ونه موندل.

پایله:
د فکټ کریسنډو موندنې ښیي، چې پریټي زنیټا په راتلونکو ۲۰۲۵ IPL سیالیو کې د صدیق اتل هرو مرو او په هر قیمت اخیستلو خبره نده کړې، ځکه چې د پریټي زینټا په هیڅ رسمي سوشل میډیا اکونټ کې داسې کومه خبره نشته چې د صدیق اتل د اخستلو په اړه یې کړې وي او نه هم د لوبو او ورزش په کوم خبري چینل یا ویبسایټ کې داسې څه خپاره شوي دي.

سرلیک: د ۲۰۲۵ IPL سیالیو لپاره د پریټې زینټا لخوا د صدیق اتل خامخا اخیستلو خبره دروغ ده!
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: False