په کنړ ولایت کې د وروستي هوایي برید په څیر پخواني او غیر اړونده انځورونه شریک شوي.

False National

په دې وروستیو کې د ټولنیزو رسنیو د کاروونکو ترمنځ د فیسبوک یو پوسټ خپور شوی چې ادعا کوي  ګواکي په دې وروستیو کې د افغانستان په کونړ ولایت کې هوايي برید شوی دی.

تاسو کولی شئ لاندې د فیسبوک پوسټ وګورئ

فېسبوک پوسټ فېسبوک پوسټ 
آرشيف لینک آرشيف لینک 

فېسبوک پوسټ  آرشيف لینک  

د فیسبوک پوسټ ادعا کوي چې ګواکي د کنړ ولایت د والی په مقام ‌ډرون برید شوي چي د بریده وروسته جګړه هم پیل شوي. 

په هرصورت، د  فیکټ کریسینډو موندنې ښیي چې د ټولنیزو رسنیو ادعاګانې جعلي دي ځکه چې پخواني او غیر اړونده عکسونه په ټولنیزو رسنیو کې د غلطو ادعاوو سره شریک شوي.

د حقیقت معاینه

د ټولنیزو رسنیو د ادعاوو او شریک شویو عکسونو تر شا د حقیقت موندلو لپاره، موږ لومړی په ګوګل کې کلیدي کلمې وپلټلې ترڅو په کنړ ولایت کې د ادعا شوي هوایي برید په اړه د ټولنیزو رسنیو د ادعاوو حقیقت معلوم کړو. خو تر اوسه د دغه ډول ادعا شوې پېښې په اړه کومې رسنۍ څه نه دي ویلي.

نور موږ په ټولنیزو رسنیو کې شریک شوي عکسونو باندې د ګوګل د عکس العمل لټون پلي کړ او وموندله چې شریک شوي عکسونه هم پخواني دي او د دې وروستي هوایی برید سره تړاو نه لري.

لومړۍ عکس

د ګوګل د ریورس عکس لټون په پلي کولو سره موږ وموندله چې شریک شوی عکس پخوانی دی او د ۲۰۱۹ کال د  دسمبر ۸مه   د INDEPENDENT په نوم ویب پاڼې لخوا خپور شوی او د خپرې شوې مقالې له مخې په عکس کې ښودل شوې ډرون MQ 9 ریپر امریکایی الوتکه وه چې د  روسیې الوتکې لخوا په لیبیا کې ویشتل شوې وه. 

Independent  آرشيف لینک  

Buisness Insider  آرشيف لینک 

دوهم  عکس

دوهم عکس هم زوړ دی او د ۲۰۲۱ کال د مارچ په ۳۱ مه د افغانستان د ملي امنیت ریاست په عملیاتو کې په ختیځ ولایت خوست کې د حقاني شبکې لږ تر لږه ۱۷ غړي ووژل شول.

Kabul Now  آرشيف لینک  

لینک ۲  آرشيف لینک 

پایله

له پورته څېړنو څخه څرګنده شوه چې د ټولنیزو رسنیو ادعاګانې جعلي دي ځکه چې پخواني او غیر اړونده عکسونه په ټولنیزو رسنیو کې د غلطو ادعاوو سره شریک شوي.

Avatar

سرلیک: په کنړ ولایت کې د وروستي هوایي برید په څیر پخواني او غیر اړونده انځورونه شریک شوي.

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team 

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *