د پاکستان په کویټه کې د برید ادعا، خو حقیقت څه دی؟

International Partly False

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو په کویټه کې د بم چاودنې پخوانیو انځورونو په خپرولو سره ادعا کوي چې ګواکې په دې وروستیو کې د پاکستان په کویټه ښار کې د سرینا پر هوټل باندې برید شوی دی.

زمونږ موندنې ښيي چې دا تصویرونه پخواني دي او په کویټه کې د برید پورې اړه لري خو دا پېښې په ۲۰۱۹ او ۲۰۲۱ کلونو کې را منځ ته شوې وې.

ادعا

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د روان میلادي کال د فبرورۍ په ۷ د یو شمېر انځورونو په خپرولو سره ادعا کړې چې ګواکې د پاکستان په کویټه ښار کې پر یو هوټل برید شوی دی.

د « تازه خبر» په نوم یوې فېسبوک پاڼې لیکلې: «تازه خبر 

پاکستان په کویټه کې پر سرینا هوټل همدا شیبه برید شروع شوې چې کڼ شمیر پوځیان په کې وژل شوی برید اوس هم دوم لری. هوټل کې پاکستان حکومت یوه لویه جلسه وه».

فېسبوک پسټ/ آرشیف لېنک

حقیقت موندنه

مونږ په دې اړه په ګوګل کې د تصویرونو پلټنه تر سره کړه. زمونږ د پلټنې په پایله کې مالومه شوه چې دا انځورونه پخواني دي.

لومړی انځور:

دا انځور په کویټه کې د برید پورې اړه لري خو دا پېښه درې کاله وړاندې په ۲۰۱۹ کال کې را منځ ته شوې وه. په لاندې انځور او راپور کې لیدل کیږي چې دا تصویر پخوا خپور شوی دی.

وېبپاڼه/آرشیف لېنک

دوهم انځور:

دوهم انځور په کویټه کې د چاودنې پورې اړه لري خو دا پېښه په ۲۰۲۱ کال کې د اپریل په میاشت کې شوې وه. دا برید په یوه هوټل باندې شوی وو چې پکې لږ تر لږه ۴ کسان وژل شوي وو او لږ تر لږه ۱۲ کسان ټپیان شوي وو. د برید موخه چینایان وو.

وېبپاڼه/آرشیف لېنک

درېیم انځور:

درېیم انځور هم په کویټه کې د هغه برید پورې تړاو لري چې پورته مو په اړه مالومات وړاندې کړل. دا انځور هم په پورتنی راپور کې خپور شوی دی.

وېبپاڼه/ آرشیف لېنک

پایله

په ټولنیزو رسنیو کې هغه خبر ناسم دی چې ادعا شوې ګواکې په دې وروستیو کې د پاکستان په کویټه ښار کې پر یو هوټل باندې برید شوی دی. دا انځورونه په کویټه کې د دوو جلا جلا چاودنو پورې اړه لري چې په بېلا بېلو وختونو کې را منځ ته شوې وې.

Avatar

سرلیک: د پاکستان په کویټه کې د برید ادعا، خو حقیقت څه دی؟

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team 

پایله: Partly False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *