دا پېښه د کابل- جلال آباد په لویه لاره کې نه ده را منځ ته شوې

International Partly False

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو تر خاور لاندې د یوه اېسار سړی عکس خپور کړی دی. دوی ادعا کړې چې ګواکې دا کس د کابل- جلال آباد په لویه لاره کې د غره له ښویدنې وروسته د خاورو او ډبرو په منځ کې بند پاتې شوی دی.

زمونږ پلټنې ښيي چې دا سړی د پاکستان اوسېدونکی دی چې په کشمیر کې له دې پېښې سره مخ شوی وو.

ادعا

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د روان میلادي کال د جنورۍ په ۱۱مه ادعا کړې چې یو سړی د کابل- جلال آباد په لویه لاره کې د غره ښویدنې له امله په خاورو کې بند پاتې شوی دی.

د «دوکتورس عایشه» په نوم یوې فېسبوک پاڼې لیکلې: «د کابل جلال اباد تر منځ لار د ورېښمین تنګي په ساحه کې د غر ښويېدنې له آمله بنده شوې، چې شاید پاکېدل یې څو ورځې ونیسي

ریښتیا هم چې خدای دې ساتي د ماهي خېټه کې به هم ژوندی ګرځې، تاسې دغه شخص وګورئ».

فېسبوک پسټ/آرشیف لېنک

حقیقت موندنه

مونږ پر نوموړي انځورونو باندې د ګوګل برعکس پلټنه تر سره کړه. په پایله کې مو وموندله چې دا پېښه په آزاد کشمیر کې را منځ ته شوې وه. 

دا پېښه د ۲۰۲۱ کال د مارچ په میاشت کې را منځ ته شوې وه. په انځور کې دا سړی رشید اقبال نومیږي چې هغه وخت ۴۶ کلن وو. رشید اقبال پر لاره روان وو چې د غره ښویدنې له پېښې سره مخ شو او موټر یې تر ډبرو لاندې شو. 

د راپورونو له مخې د رشید اقبال روغتیایي حالت د ډاډ وړ ښودل شوی وو خو له هغه سره ۳ سپاره کسان وژل شوي وو.

راپور لېنک/ آرشیف لېنک

د یادولو ده چې دا راپور د «ګوګل ټرانسلیټ» په مرسته انګلیسي ژبې ته ژباړل شوی دی.

په ورته مهال یوه بله وېبپاڼه هم په دې اړه خبر خپور کړی دی.

وېبپاڼه/ آرشیف لېنک

که څه هم د کابل- جلال آباد په لویه لاره کې د غره ښویدنه پېښه حقیقت لري. په دغه پېښه کې ۵ کسان وژل شوي دي.

پایله

له پورتنیو پلټنو څخه څرګندیږي چې دا پېښه د کابل- جلال آباد په لویه لاره کې نه ده را منځ ته شوې. دا سړی د پاکستان هېواد اړوند دی.

Avatar

سرلیک: دا پېښه د کابل- جلال آباد په لویه لاره کې نه ده را منځ ته شوې

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team 

پایله: PartlyFalse

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *