په دې وروستیو کې د پاکستان په وزیرستان کې ځانمرګی برید نه دی شوی

False International

په ټولنيزو رسنیو کې د فېسبوک يو پوسټ خپور شوی چې ادعا یې کړې ګواکې د پاکستان په وزيرستان سيمه کې يوه ځانمرګي بريد څلور پاکستاني پوليس وژلي دي.

تاسو کولی شئ لاندې فېسبوک پوسټ وګورئ:

Facebook  Archive

په فېسبوک پوسټ کې لیکل شوي: 

« ځانمرګی برید ۵ پاکستاني پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې».

راځئ چې د دې ادعا په اړه حقیقت مالوم کړو:

حقیقت موندنه

مونږ د ادعا او انځور په اړه د حقیقت مالومولو لپاره پر نوموړی عکس د ګوګل انځورونو برعکس پلټنه تر سره کړه. له پلټنې وروسته مو ومونده چې عکس پخوانی دی او په کوټه کې د یوه ځانمرګی برید پورې اړه لري.

دا ځانمرګی برید په ۲۰۱۸ میلادي کال کې په کوټه کې رامنځ ته شوی وو چې هغه مهال پکې ۵ تنه وژل شوي وو.

د نورو جزیاتو لپاره کولای شئ چې لاندې لېنک وګورئ:

Thedefencepost  Archive

Refrl.org  Archive

د دغو پلټنو څخه څرګندیږي چې د فېسبوک پوسټ ادعا ناسمه ده.

پایله

له پورتنیو څېړنو څخه څرګنده شوه چې ادعا حقیقت نه لري او نوموړی انځور پخوانی دی. د پاکستان په وزیرستان کې په دې وروستیو کې داسې کوم ځانمرګي برید نه دی شوی.

Avatar

سرلیک: په دې وروستیو کې د پاکستان په وزیرستان کې ځانمرګی برید نه دی شوی

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team 

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *