
د اشرف غني یو پخواني عکس د تازه عکس په توګه د ټولنیزو رسنیو کاروونکو لخوا شریک شوی دی چې ادعا کوي هغه د طالبانو او امریکا په غونډه کې د قطر پلازمینې دوحې ته بلل شوی او ولس ته به وینا وکړي.
په فېسبوک کې له درېیو عکسونو سره یو پوسټ خپور شوی چې ادعا یې کړې اشرف غني د طالبانو او امریکا په غونډه کې د قطر پلازمینې دوحې ته بلل شوی او ولس ته به وینا وکړي.
تاسو کولی شئ دا فیسبوک پوسټ لاندې وګورئ:
راځئ چې د ادعا او عکسونو تر شاه په حقیقت باندې پوه شو:
حقیقت موندنه
د ادعا او عکسونو په اړه د حقیقت موندلو لپاره، موږ په ورکړل شوي عکسونو باندې د ګوګل انځورونو برعکس پلټنه وکړه. د پلټنو په پایله کې معلومه شوه چې دا عکسونه د اشرف غني د کومې وروستۍ غونډې پورې اړه نه لري. د اشرف غني دا عکس پخوانی دی او قطر ته د اشرف غني له پلاوي سره د ځینو پخوانیو لیدنو او کتنو پورې اړه لري. په فېسبوک پسټ کې دوه نور عکسونه د طالبانو او د قطر مقاماتو لیدنې پورې تړاو لري.
تاسو کولی شئ په دې اړه لاندې نور مالومات ولولئ:
لومړی عکس د کومې وروستۍ غونډې پورې اړه نه لري. دا عکس د یو شمېر رسنیو له خوا په ۱۳۹۶ هجري لمریز کال کې خپور شوی دی.
لاندې کولای شئ چې د دې راپور یوه نمونه وګورئ:
دوهم او درېیم عکسونه هم له هغه ادعا پورې اړه نه لري چې فېسبوک پسټ کې ویل شوی.
دا عکسونه پخواني دي چې د قطر چارواکو او د طالبانو د لیدنې یوې غونډې پورې اړه لري. دا انځورونه د اشرف غني سره د طالبانو او امریکایي پلاوي د کومې لیدنې پورې تړاو نه لري.
د لا زیاتو مالوماتو لپاره، لاندې لینکونو ته ورشئ:
پایله
له پورتنیو څېړنو څخه څرګنده شوه چې عکسونه پخوانی دي او د کومې وروستۍ غونډې پورې تړاو نه لري.ادعا په بشپړه توګه ناسم ده. همدا راز تر اوسه د اشرف غني، طالبانو او امریکايي پلاوي ترمنځ د داسې کومې ناستې په اړه مستند راپور نه دی ورکړل شوی. که څه هم د امریکا پلاوي او طالبانو پلاوي د لیدنې راپور حقیقت لري.

سرلیک: اشرف غني په دې وروستیو کې په قطر کې له طالبانو او امریکايي پلاوي سره نه دي لیدلي
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: False