
ادعا؛
یو عکس په ټولنیزو رسنیو کې شریک شوی دی چې ادعا کوي چې په کابل کې د عیدګاه جومات مخې ته چاودنه وشوه. يو فیسبوک پوسټ په ټولنیزو رسنیو کې د یوې چاودنې عکس سره شریکیږي چې ادعا کوي چې د کابل ښار د عیدګاه جومات په مخې ته چاودنه وشوه چې پکې درنه تلفات وشوه. ذبيح الله مجاهد د برید مسوولیت ومنله.
فیسبوک پوسټ ادعا کوي:
په کابل کې د عیدګاه جومات مخې چاودنه و شوه او ذبیح الله مجاهد یې پړه منلې ده. ادعا کیږي چې چاودنه په ۳ اکتوبر ۲۰۲۱ کېپو وشوه.
تاسو کولی شئ لاندې داسې یو پوسټ وګورئ:
حقیقت موندنه:
د پیښې د حقیقت په اړه د پوهیدو لپاره ، موږ دا عکس په د ګوګل ریورس عکس لټون وکړ او د تحقیق کې، موږ وموندله چې عکس په کابل ښار کې د کومې وروستۍ چاودنې څخه نه دی. دا عکس د هغه پينځه کاله پخوا چاودنې دی چې د کابل په کوټ سنګي سیمه کې د ۲۰۱۷ کال د جولای په مياشت و شوه. دا برید د کابل ښار په پنځمه امنیتي حوزه کې په یوه نفوسه سیمه کې شوی و. په دې چاودنه کې دوه تنه مړه او دوه تنه نور ټپیان شوي وو
ویل کیږي چې دا برید د مقناطیسي (Magnetic) بم له امله شوی و. د چاودنې هدف د افغانستان د پارلمان د بشري سرچینو د څانګې مشر خلیل الله اوریا و چې په برید کې ووژل شو.
نو حقیقت دا دی چې هغه فیسبوک پوسټ چې په کابل کې د وروستۍ چاودنې ادعا کوي سم ننه دی.
تاسو کولی شئ په لاندې مقاله کې د چاودنې په اړه نور ولولئ؛
لاندې د افغانستان په اړه زموږ ټول فيمټ چیک کړئ:
پایله؛
له پورتنۍ څیړنې څخه ، موږ ویلای شو چې عکس د کابل ښار عیدګاه جومات ته نږدې د کوم برید څخه پړاو نه لري. دا عکس پنځه کلن پخوانی دی او له هغه چاودنې څخه دی چې د۲۰۲۱ کال د جلوی په ۲۹مه نیټه کې وشوه چې په کې يو پارلماني افسر هم ووژل شو. دا عکس په کابل او افغانستان کې له کومې وروستۍ پیښې او روان وضعیت سره هیڅ تړاو نه لري.

سرلیک: په کابل کې د چاودنې پنځه کلن پخوانی عکس د کابل عیدګاه جومات ته نږدې د وروستۍ چاودنې په توګه شریک شوی دی.
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: False