
د تاوتریخوالي یوه پخوانۍ وېډیو بیاځلې په ټولنیزو رسنیو کې وایرال شوې ده. په دې وېډیو کې ادعا شوې چې ګنې د طالبانو او پاکستان امنیتي ځواکونو تر منځ په سپین بولدک کې نښته را منځ ته شوې ده. په ځینو نورو ادعا ګانو کې بیا ویل شوي چې ګواکې افغانان د پاکستان سرحد ته نږدې د پاکستاني ځواکونو امنیتي پوستې ته اور ورته کړی دی.
دا ادعاوې داسې مهال را پورته کیږي چې ډېر شمېر افغانان د چمن- سپین بولدک په سرحد کې پاکستان ته د تللو لپاره انتظار کوي.
په یوه بل فېسبوک پسټ کې هم ورته وېډیو شریکه شوې ده او ادعا شوې چې ګنې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ په سپین بولدک کې نښته شوې ده.
د «خبر تازه» په نوم یوې فېسبوک پاڼې لیکلي چې ګواکې د قندهاري طالبانو او پاکستان امنیتي ځواکونو تر منځ په سپین بولدک کې جګړه را منځ ته شوې ده.
فاکت کرېسیندو موندلې چې په دې وروستیو کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ کومه نښته نه ده را منځ ته شوې. پر دې سربېره، د پاکستان کومې امنیتي پوستې ته د افغانانو له خوا اور نه دی اچول شوی او دا وېډیو هم اوسنۍ نه ده.
حقیقت موندنه
مونږ په ګوګل کې د کلیدي کلمو پلټنه تر سره کړه. په پایله کې مو یو خبري راپور پیدا کړ. په راپور کې راغلي چې دوه پاکستاني سرتیري د افغانستان- پاکستان په سرحد کې وژل شوي دي.
تر دې وروسته مونږ پر دې وېډیو پلټنه وکړه. مونږ د WION یو راپور ته لاسرسی پیدا کړ چې همدغې پېښې په اړه لیکل شوی دی. دا راپور په ۲۰۲۰ میلادي کال کې نشر شوی دی. په راپور کې راغلي چې ۱۵ افغانان د پاکستان او افغانستان سرحد ته نږدې په یوه شخړه کې وژل شوي دي.
مونږ د دغې پېښې په اړه یو بل خبري راپور پیدا کړ چې نور جزیات پکې ورکړل شوي وو. په راپور کې راغلي دي چې دا پېښه هغه مهال را منځ ته شو کله چې ډېری افغانان د سرحد دواړو خواوو کې د نږدې کوچني اختر په ورځو کې سره راټول شوي وو تر څو له سرحد څخه واوړي او خپلو کورنیو سره یو ځای شي. خو دروازه د کورونا له وجې د څو میاشتو لپاره تړلې وه. خلک غبرګون وښوده او دا په تاوتریخوالی باندې بدله شوه. په دغه تاوتریخوالی کې خلکو د پاکستان اړوند د کورونا لپاره د قرنطین ودانۍ او د پاکستان اړوند یوې بلې ودانۍ ته اور واچوه.
پایله
د پورتنیو راپورونو څخه دا ښکاري چې نوموړې وېډیو پخوانۍ ده او په چمن- سپین بولدک کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو د تاوتریخوالي پورې اړه لري. دا وېډیو د طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ جګړه نه ښيي او نه هم کومه جګړه د طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ شوې.

سرلیک: د ۲۰۲۰ کال پخوانۍ وېډیو داسې خپره شوې چې وښایي د طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ نښته شوې
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: False