
ادعا؛
په افغانستان کې د طالبانو د ادعا او د طالبانو په ملاتړ کې د پاکستان د ښکېلتیا د خبرونو په منځ کې، په فیسبوک کې یو پوسټ له درې عکسونو سره شریک شوی چې ادعا کوي ګواکې په پاکستان کې درې بېلا بيلو بریدونو کې د یوې ښځینه سرتیرې په ګډون ۵۷ پوځيان وژل شوي.
پوسټ دا ادعا کوي چې د پاکستان په نني دري بېلا بيلو بریدونو کي د دغه هېواد د یوې ښځینه افسرې په ګډون ۵۷ پوځیان وژل شوي. .
د اصلي پسټ لیدو لپاره ـ Facebook Archive
حقیقت موندنه؛
د شریک شوي عکس په اړه د حقیقت موندلو لپاره ، موږ په ګوګل کې د عکس انځورونو پلټنه تر سره کړه او موږ ته معلومه شوه چې دا پوسټ په بشپړ ډول تېر ایستونکی دی. د مرګ اصلي شمیره ۳ وه ، خو پوسټ ادعا کړې چې ۵۷ پوځیان وژل شوي. شریک شوي عکسونه هم له بیلا بیلو پېښو سره تړاو لري.
یوازې یو عکس د وروستي برید څخه و، نور دوه شریک شوي عکسونه د دوه بشپړ مختلف ترهګریزو بریدونو څخه دي چې په مختلف وختونو کې په پاکستان کې ترسره شوي دي.
۱ انځور د پاکستان په سویل لویدیز کې د وروستي ځانمرګي برید څخه دی چیرې چې ۳ سرتیري وژل شوي او ۲۰ ټپیان شوي.
عکس ۱
د خبر راپور سکرین شاټ او لینک په لاندې توګه شریک شوی دی:
۲ انځور د پاکستان په سویل لویدیز کې د انتخاباتي کمپاین غونډې پرمهال د یوه ځانمرګي بمي چاودنې پورې اړه لري چې د د ۲۰۱۷ کال د جولای په ۱۴مه را منځ ته شو او په کې سلګونو کسانو ته یې مرګ ژوبله واړوله.
عکس ۲
د خبر راپور سکرین شاټ او لېنک لاندې شریک شوی دی:
۳ انځور د دسمبر په لومړۍ نیټه د پاکستان په پیښور کې د زراعت انسټیټیوټ باندې د طالب وسله والو برید پورې اړه لري چیرې چې ۹سرتیري پکې ووژل شول او د ځینې زده کونکو په ګډون ۴۰نور ټپیان شول.
د خبر راپور سکرین شاټ او لینک لاندې شریک شوی دی:
پایله؛
شریک شوي پوسټ په بشپړ ډول ګمراه کونکی او تېر ایستونکی دی او په پوسټ کې شریک شوي معلومات ناسم دي. په پاکستان کې د ۲۰۲۱ کال د سپتمبر ۵مه کې برید و شو ، مګر پورته پوسټ شریک شوی کره معلومات نه وړاندې کوي او ځینې پخواني عکسونه هم په پوسټ کې شریک شوي دي چې ادعا کوي دا په پاکستان کې وروستی برید وو چې پکې ۵۷ پوځیان ووژل شول.
موږ له پاکستان څخه د ژورنالیست عزت الله سره هم خبرې وکړې او هغه تایید کړه چې د سپتمبر په ۵ مه نیټه په بلوچستان کې د نیمه پوځي ځواکونو پر موټر ځانمرګی برید وشو چې درې تنه پرسونل یې ووژل او ۱۵ نور یې ټپیان کړل.
هیڅ داسې پیښه نده رامینځته شوې چې په هغه کې ۵۷ کسان وژل شوي وي.

سرلیک: په پاکستان کې د وروستۍ چاودنې په اړه نا اړوند عکسونه په فېسبوک کې شریک شوي دي
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: Misleading