ایا په رېښتیا 10 بیلیونه خلک وټسپ کاروي؟

International Missing Context

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر فیسبوک کاروونکو د یو سکرین شاټ په خپرولو سره ادعا کړې، چې ګواکې په (Play Store) کې وټسپ پر خپل مخ پاڼه څرګندوي، چې لس بیلیونه فعال کاروونکي لري. دوی بیرته د پوښتنې په توګه لیکلي، چې په داسې حال کې چې د 2026 کال مالوماتو له مخې د ټولې نړۍ نفوس شاوخوا 8 بیلیونه دی، نو د وټسپ کاروونکي بیا څنګه 10 بیلیونه دي. خو د دغې ادعا په اړه د فکټ کریسنډو موندنې ښیي، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو ادعا او مالومات ناسم دي. یاد شمېر فیسبوک کاروونکو چې کوم سکرین شاټ له دغې ادعا سره خپور کړی، په حقیقت کې د وټسپ فعال کاروونکي نه ښیي، بلکې دا چې د وټسپ اپلیکیشن څومره وارې ډاونلوډ شوی دی، همغه شمېر ښیي، چې څه د پاسه لس بیلیونه کیږي.  

بشپړ مطلب، د فکټ کریسنډو په دې څېړنه کې ولولئ!

لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو لاندې څو پوسټونه د نمونې په توګه وګورئ. دوی په خپلو پوسټونو کې لیکلي چې، لاندې انځور ښیي، چې د وټسپ کاروونکي 10 بيلیونه خلک دي، په داسې حال کې، چې د نړۍ ټول نفوس 8.3 بيلیونه دی… 

Archive | Facebook Post

Archive | Facebook Post

Archive | Facebook Post

رېښتیا څه دي؟

د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا او مالومات ناسم دي. یاد شمېر فیسبوک کاروونکو چې کوم سکرین شاټ له دغې ادعا سره خپور کړی، په حقیقت کې د وټسپ فعال کاروونکي نه ښیي، بلکې د وټسپ اپلیکیشن ډاونلوډ شمېر ښیي، چې لس بیلیونه کیږي.  

موږ ولې وایو، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو ادعا غولوونکې ده؟ 

موږ لومړی له ادعا سره خپور شوی سکرین شاټ په دقت سره وکتلو او بیا مو په پلی سټور کې د وټسپ اپلیکیشن اپ څخه لېدنه وکړه او همدا راز د وټسپ اپلیکیشن د فعال کاروونکو شمېر په اړه مو باوري شمېرې او راپورونه هم وکتل، چې د لاندې موندنو او پایلو په صورت کې مالومه شوه، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو ادعا ناسمه ده.

موږ تر ټولو لومړی همدغه سکرین شاټ چې له ادعا سره خپور شوی دی، په دقت سره وکتلو. په سکرین شاټ کې ښکاري، چې هلته په (Play Store) کې د وټسپ پر خپل مخ پاڼه (10B+ Downloads) لیکل شوي دي، کوم چې د وټسپ فعال کاروونکي نه ښیي، بلکې دا چې د وټسپ دغه اپلیکیشن څومره وارې ډاونلوډ شوی دی، هغه شمېر ښیي.

ارشیف

تر دې وروسته موږ د وټسپ اپلیکیشن رسمي ویبسایټ وکتلو او هلته د (About WhatsApp) مالومات وکتل. په دې رسمي مالوماتو کې وټسپ د خپلو کاروونکو په اړه لیکلي، چې له 3 بیلیونو زیات فعال کاروونکي لري. 

ارشیف

همدا راز موږ د وټسپ اپلیکیشن د کاروونکو په اړه ځیني باروي راپورونه او شمېرې هم وکتلې. په دغو راپورونو کې د 2026 کال ډاټا څرګندوي، چې وټسپ څه د پاسه 3 بیلیونه فعال کاروونکي لري، نه دا چې 10 بیلیونه. تاسې کولی شئ دغه راپورونه (دلته او دلته) وګورئ او ولولئ. 

ارشیف  |+

پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، چې یاد شمېر فیسبوک کاروونکو چې کوم سکرین شاټ له دغې ادعا سره خپور کړی، په حقیقت کې د وټسپ فعال کاروونکي نه ښیي، بلکې د وټسپ اپلیکیشن ډاونلوډ شمېر ښیي، چې لس بیلیونه کیږي.  

Avatar

ایا په رېښتیا 10 بیلیونه خلک وټسپ کاروي؟ : TITLE

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team

پایله: Missing Context

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *