
د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو ویلي دي چې په پاکستان کې د جمعیت علمای اسلام د ګوند مشر مولانا فضل الرحمان د کورونا ناروغۍ له امله مړ شوی دی.
زمونږ د څېړنو پر اساس هغه پر کورونا نه دی اخته شوی او د مرګ خبر یې ناسم دی.
ادعا
د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د ۲۰۲۱ میلادي کال د جون په ۲۹مه ویلي چې د پاکستان د جمعیت علمای اسلام د ګوند او د پاکستان د دیموکراسۍ خوځښت مشر مولانا فضل الرحمان د کورونا ناروغۍ له امله مړ شوی دی. دا خبر د «غورځنګ خبرونه» په نوم د یوې فېسبوک پاڼې له خوا خپور شوی دی.
دا فېسبوک پست له نورو سره ۱۴۳ ځله شریک شوی دی.
د فېسبوک یو بل کاروونکی هم د هغه مرګ په اړه یې پست کړی دی.
حقیقت موندنه
زمونږ د موندنو پر اساس مولانا فضل الرحمان په کورونا نه دی اخته شوی او د مرګ خبر یې حقیقت نه لري.
پاکستانۍ رسنیو د روان کال د جون په ۲۴مه راپور ورکړی وو چې د مولانا فضل الرحمان د کورونا نتیجه منفي ده. د جمعیت علمای اسلام ګوند د ویاند له قوله چې د فضل الرحمان روغتیایي حالت ښه نه وو ځکه یې د کورونا معاینه تر سره کړه. د ‘www.thenews.pk’ وېبپاڼه دا خبر یې د روان کال د جون په ۲۴مه خپور کړی دی چې ګنې هغه په کورونا نه دی اخته شوی.
له بلې خوا د فضل الرحمان وروستی تویت د جون په ۳۰مه نېټه شوی دی. که چېرته دا تویت د بل چا له خوا هم شوی وی نو باید د مرګ خبر یې وای. له دې تویت څخه ښکاري چې فضل الرحمان نه دی مړ شوی.
د یادولو ده چې مولانا فضل الرحمان د مارچ په میاشت کې هم د کورونا معاینه تر سره کړې وه چې نتیجه یې منفي وه.
پایله
هغه خبر ناسم دی چې ګنې مولانا فضل الرحمان د کورونا ناروغۍ له امله مړ شوی دی. د جون په ۲۴ د مولانا فضل الرحمان د کورونا معایناتو پایله منفي وه. دی ناروغ وو خو په کورونا نه دی اخته شوی.

سرلیک: مولانا فضل الرحمان په کورونا نه دی اخته شوی او د مرګ خبر یې ناسم دی
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: False