عمران خان د لاریون پر مهال په کومه چاودنه کې نه دی وژل شوی

په ټولنیزو رسنیو کې ادعا شوې چې د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان د لاریون پر مهال د یوې چاودنې په پایله کې وژل شوی دی. په دې تړاو یو شمېر انځورونه هم خپاره شوي دي. تاسو کولی شئ چې لاندې فېسبوک پسټ وګورئ: فېسبوک آرشيف لینک د فیسبوک پوسټ ادعا کې راغلي چې […]

Continue Reading

ایا د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندنې په تړاو تر اوسه کومه نړیواله غونډه شوې؟

د خواله رسنیو یو شمېر کاروونکو ادعا کړې چې ګواکې یوه نړیواله غونډه د طالبانو د اوسني حکومت رسمیت پېژندنې په تړاو جوړه شوې ده تر څو د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژندل شي. خو د فاکټ کرېسیڼدو پلټنې ښيي چې دا انځور پخوانی دی او د قطر غونډې پورې تړاو لري. تر اوسه هېڅ […]

Continue Reading

په ترافیکي پېښه کې د افغان سندرغاړي جاوید امیرخېل د وژل کېدلو خبر ناسم دی

د خواله رسنیو یو شمېر کاروونکو ادعا کړې چې ګواکې نوموتي افغان سندرغاړی جاوید امیرخېل د پاکستان په کویټه کې په یوه ترافیکي پېښه کې وژل شوی دی. خو زمونږ پلټنې ښيي چې دا انځور پخوانی دی او ښاغلی امرخېل روغ رمټ دی. د «شازیه حیاء» په نوم یوې فېسبوک پاڼې لیکلې: «د ملی سندر […]

Continue Reading

د طالبانو په حکومت کې کندهار ته د ۰۳ قطعې ځواکونو د ورتګ خبر بې اساسه دی

ادعا افغانستان د طالبانو د واکمنۍ راهیسې له یو شمېر ستونزو سره مخ دی. ناوړه اقتصادي حالت او د کار نشتوالی خلک اندېښمن کړي دي.  له دې سره سره د طالبانو او مقاومت جبهې تر منځ د نښتو راپورونه هم ورکول کیږي. خو په ټولنیزو رسنیو کې په دې تړاو یو شمېر ناسم مالومات هم […]

Continue Reading

د مقاومت جبهې له خوا د لغمان د الینګار ولسوالۍ سقوط په تړاو کوم موثق راپور نشته

د خواله رسنیو یو شمېر کاروونکو ادعا کړې چې ګواکې د لغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ د طالب ضد جبهې مقاومت لاسونو ته ورغورځېدلې او سقوط یې کړې ده. خو زمونږ موندنې ښيي چې دا انځور د الینګار ولسوالۍ پورې تړاو نه لري او پخوانی دی. ادعا د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د روان […]

Continue Reading

پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزی په کومه چاودنه کې نه دی وژل شوی

د خواله رسنیو یو شمېر کاروونکو ادعا کړې چې ګواکې پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزی په یوه چاودنه کې وژل شوی دی. خو د فېسبوک پسټ دا ادعا حقیقت نه لري او ښاغلی کرزی روغ رمټ دی. ادعا د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د روان میلادي کال د مې په ۲۲ ادعا کړې چې […]

Continue Reading

فېسبوک کاروونکي وایي پنجشیر ته د طالبانو تلونکی موټر له برید سره مخ شوی؛ خو دا انځور پخوانی دی

د خواله رسنیو یو شمېر کاروونکو ادعا کړې چې ګواکې د طالبانو هغو ځواکونو چې غوښتل یې پنجشیر ته د نورو ځواکونو د مرستې لپاره ولاړ شي، د یوه کمین سره مخ شوی. د فېسبوک پسټ ادعا له مخې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې. خو زمونږ موندنې ښيي چې دا تصویر پخوانی دی چې […]

Continue Reading

د مقاومت ځواکونو او طالبانو جګړه؛ د یوې ولسوالۍ د سقوط ادعا په تړاو پخوانی انځور شریک شوی

افغانستان د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د امریکايي ځواکونو له وتلو او د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ مه  د طالبانو د واکمنۍ له اعلان وروسته د واک د ستر انتقال شاهد وو.  د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د امرالله صالح […]

Continue Reading

د کندز د امام صاحب ولسوالۍ د سقوط ادعا؛ خو زمونږ پلټنې بل څه وایي

د خواله رسنیو یو شمېر کاروونکو د افغانستان د ملي اردو ځواکونو پخواني انځورونو په خپرولو سره ادعا کړې چې ګواکې د کندز ولایت اړوند د امام صاحب ولسوالۍ سقوط کړې او د طالبانو له کنټرول نه وتلې ده. خو زمونږ پلټنې ښيي چې دا انځورونه پخواني دي او د امام صاحب ولسوالۍ د سقوط […]

Continue Reading

امرالله صالح د جګړې لپاره بغلان ته نه دی تللی

د خواله رسنیو یو شمېر کاروونکو ادعا کړې چې ګواکې په تېر حکومت کې د ولسمشرۍ لومړی مرستیال امرالله صالح د طالبانو پر وړاندې د جګړې په موخه د بغلان ولایت اندراب ولسوالۍ ته تللی دی. خو زمونږ موندنې ښيي چې دا تصویر پخوانی دی او په پنجشیر کې اخستل شوی دی. ادعا د خواله […]

Continue Reading

فېسبوک کاروونکي وایي دوستم د زړه حملې له امله مړی شوی؛ خو انځور یې د ویني ورکولو دی

د خواله رسنیو یو شمېر کاروونکو په دې وروستیو کې ادعا کړې چې ګواکې  د جنبش اسلامي ګوند مشر او د تېر حکومت د ولسمشرۍ پخوانی مرستیال مارشال دوستم د زړه حملې له امله مړ شوی دی. خو زمونږ موندنې ښيي چې دا انځور پخوانی دی او د ښاغلي دوستم وینې ورکولو پورې تړاو لري. […]

Continue Reading

په کابل کې د وروستۍ چاودنې په تړاو ناسمه ادعا او پخوانی انځور شریک شوی

په فېسبوک کې یو انځور شریک شوی چې ادعا شوې ګواکې د کابل په یوه چاودنه کې د طالبانو په حکومت کې د امنیه قوماندانۍ پخوانی ویاند جنرال مبین وژل شوی دی.  تاسو کولی شئ لاندې فیسبوک پوسټ وګورئ: فېسبوک لینک آرشيف لینک د فیسبوک پوسټ ادعا کې لیکل شوي: «کابل په خیرخانی سیمه کي […]

Continue Reading

د رولا غني په نوم د جعلي فېسبوک پاڼې ادعا؛ خو اشرف غني او مېرمن یې لبنان ته د ورتګ خبره نه ده کړې

په ټولنیزو رسنیو کې د پخواني افغان ولسمشر محمد اشرف غني د مېرمنې رولا غني له قوله ادعا شوې چې ګواکې اشرف غني به لبنان ته ولاړ شي.  خو زمونږ موندنې ښيي چې د رولا غني به نوم دا فېسبوک پاڼه جعلي ده.  تاسو کولی شئ لاندې فیسبوک پوسټ وګورئ: فېسبوک آرشيف لینک  د فیسبوک […]

Continue Reading

په ایران کې له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند په تړاو پخوانی انځور شریک شوی

په ټولنیزو رسنیو کې د یوه ایراني سرتېري له خوا له یوه افغان کډوال سره د ناوړه چلند د ادعا په تړاو یو عکس شریک شوی دی.  په عکس کې یو سړی لیدل کیږي چې په خوله کې د بوټانو په اچولو سره بل سړی ځوروي.  تاسو کولی شئ لاندې فیسبوک پوسټ وګورئ: فېسبوک آرشيف […]

Continue Reading

د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون افغانستان ته د ایساف ځواکونو د بېرته ورتګ خبر نه دی ورکړی

په ۲۰۲۱ میلادي کال کې امریکایي پوځیان له افغانستان څخه ووتل او ډېر ژر د طالبان حکومت را منځ ته شو.   له هغه وخت راهیسې د افغانستان د روان وضعیت په اړه ډېر ناسم معلومات په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي دي. په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې ځینې پخواني عکسونه له دې […]

Continue Reading

پخواني افغان ځواکونه د طالبانو پر وړاندې د جګړې لپاره پنجشیر ته نه دي تللي

د خواله رسنیو یو شمېر کاروونکو ادعا کړې چې ګواکې د کمانډو پخوانیو ځواکونو د طالبانو پر وړاندې د جګړې لپاره د آمو سیند له لارې پنجشیر ته تللي دي. خو زمونږ موندنې ښيي چې دا انځورنه پخواني دي او په دې وروستیو کې افغان ځواکونو پنجشیر ته نه دي تللي. ادعا د ټولنیزو رسنیو […]

Continue Reading

راتلونکې اونۍ کې د نجونو د ښوونځیو بېرته پرانېستلو په تړاو کومه رسمي پرېکړه نه ده شوې

د خواله رسنیو یو شمېر کاروونکو ادعا کړې چې ګواکې د طالبانو حکومت پرېکړه کړې چې د نجونو ښوونځي به په راتلونکې اونۍ کې پرانېستل شي. خو زمونږ موندنې ښيي چې تر اوسه په دې تړاو کومه رسمي پرېکړه نه ده شوې او نه هم دا ویل شوي چې ګواکې په راتلونکې اونۍ که به […]

Continue Reading

په پاکستان کې د ځانمرګي برید په تړاو پخواني انځورونه خپاره شوي دي

د خواله رسنیو یو شمېر کاروونکو ادعا کړې چې ګواکې په دې وروستیو کې د پاکستان په اسلام آباد کې ځانمرګی برید شوی چې له امله یې ۱۰۲ کسان وژل شوي او ۴۵ نور ټپیان دي. خو زمونږ موندنې ښيي چې دا انځورونه پخواني دي او په دې وروستیو کې په اسلام آباد کې کوم […]

Continue Reading

سنګاپور که د چین پخوانی سفر؟ د خواله رسنیو کاروونکو ادعا کړې چې اشرف غني سنګاپور ته تللی

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو ادعا کړې چې ګواکې پخواني افغان ولسمشر محمد اشرف غني په دې وروستیو کې سنګاپور ته تللی دی. خو زمونږ پلټنې ښيي چې دا انځور پخوانی دی او چین ته د نوموړي سفر پورې تړاو لري. د «شبنم دوران» په نوم یوې جعلي فېسبوک پاڼې د روان میلادي کال […]

Continue Reading

هغه انځور چې پکې د ملایانو له خوا د اخلاقي فساد ادعا شوې د یوټیوب تمثیلي وېډیو پورې تړاو لري

د خواله رسنیو یو شمېر کاروونکو د یوټیوب د تمثیلي وېډیو یو انځور خپور کړی چې ادعا کوي ګواکې ملایان په روژه کې اخلاقي فساد تر سره کوي. خو زمونږ موندنې ښيي چې دا وېډیو تمثیلي بڼه لري چې پخوا په یوټیوب کې خپره شوې وه. ادعا د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو په روژه […]

Continue Reading

له پنجشیر څخه د امرالله صالح د اختر مبارکۍ وېډیو پخوانۍ ده

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو ادعا کړې چې ګواکې د پخواني ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح په روان کوچنی اختر کې پنجشیر ته تللی دی او هلته په یوه وېډیو کې څرګند شوی چې خلک ته اختر مبارکي وایي. خو زمونږ موندنې ښيي چې د ښاغلي صالح دا وېډیو پخوانۍ ده او نوموړي په […]

Continue Reading