ایا دا ښځه د خپل خاوند له خوا د تیلیفوني خبرو له امله وهل شوې؟

د ټولنیزو رسنیو کاروونکي د یوې نرښځې (اجړا) انځور چې په پاکستان کې له فزیکي تاوتریخوالي سره مخ شوې وه خپور کړی. دوی د دې انځور په خپرولو سره لیکلي چې یوې ښځې د یوه پردي هلک سره په ټیلیفون کې د خبرو له امله د خپل خاوند له خوا وهل شوې ده. ادعا د […]

Continue Reading

آیا هندیان خپل خدایان سړکونو ته د دې لپاره غورځولي چې دوی یې له کورونا څخه نه دي ژغورلي؟

په ټولنیزو رسنیو کې د هندوستان د بوتانو د یوه مراسم انځورونه لاس په لاس کیږي ګواکې دا چې هندیان خپل خدایان سړکونو ته د دې لپاره غورځولي چې دوی یې د کورونا له ناورین څخه نه دي ژغورلي. ادعا د ټولنیزو رسنیو کاروونکي د ۲۰۲۱ زیږدیز کال د مې میاشتې په ۲۵مه د بوتانو […]

Continue Reading

د پاکستاني اردو سرتیری د افغان ځواکونو له خوا نه دی ویشتل شوی

د ملي امنیت ۰۱ قطعې تویتر د پاکستان د چاودنې اړوند یو پخوانی انځور خپور کړی دی او ادعا یې کړې چې نوموړی پاکستانی سرتیری په هلمند کې د افغان ځواکونو له خوا ویشتل شوی دی. ادعا د ملي امنیت ۰۱ قطعې ته اړوند تویتر اکاونټ د روان کال د جوزا پر ۵مه لیکلي چې […]

Continue Reading

ترکیې فلسطین ته نظامي تجهیزات نه دي استولي

د ټولنیزو رسنیو کاروونکو تر منځ د ترکیې د نظامي تجهیزاتو اړوند پخواني انځورونه خپاره شوي ګواکې دا چې ترکیې فلسطین ته نظامي تجهیزات استولي تر څو د اسراییلو پر وړاندې د فلسطین دفاع وکړي. د فلسطین او اسراییل تر منځ د جګړې په ترڅ کې چې په دې وروستیو کې یې زور اخستی وو، […]

Continue Reading

د هوایي ځواکونو قومندان فهیم رامین د کورنیو چارو وزارت سرپرست په توگه نه دی ټاکل شوی

د ټولنیزو رسنیو کاروونکو تر منځ یو ناسم خبر لاس په لاس کیږي ګواکې دا چې د هوایي ځواکونو عمومي قومندان ډګر جنرال فهیم رامین د کورنیو چارو وزارت د سرپرست وزیر په توګه ټاکل شوی دی. ادعا د هوایي ځواکونو عمومي قومندان ډګر جنرال فهیم رامین د کورنیو چارو وزارت د سرپرست وزیر په […]

Continue Reading

د برېښنا پایو چاودنو په تور د پنځو تنو نېول کېدلو خبر ناسم دی

په ټولنیزو رسنیو کې یو پخوانی انځور لاس په لاس کیږي ګواکې دا چې د برېښنا پایو د چاودنو په تور پنځه کسان د ملي امنیت له خوا نیول شوي دي. ادعا د برېښنا پایو د چاودنو په تور ۵ تنه نیول شوي دي. د ټولنیزو رسنیو کاروونکو د روان کال د ثور په ۲۶مه […]

Continue Reading

دا زده کوونکی د ۱۴۰۰ کانکور عمومي اولنمره نه دی شوی

د ټولنیزو رسنیو کاروونکو تر منځ یو ناسم خبر لاس په لاس کیږي ګواکې دا چې د ۱۴۰۰ هجري لمریز کال د کانکور عمومي اولنمره د رشید په نوم یو زده کوونکی د ارزګان له ولایت څخه دی. ادعا د ۱۴۰۰ کال د کانکور عمومي اولنمره د عبدالرشید په نوم د ارزګان له ولایت څخه […]

Continue Reading

د فلسطینۍ ماشومې انځور د دشت برچي چاودنې ټپي شوې په توګه خپور شوی

د ټولنیزو رسنیو کاروونکي د فلسطینۍ ماشومې یوه پخوانی انځور د کابل دشت برچې چاودنې د ټپي شوې ماشومې په توګه خپور کړی دی. ادعا د ټولنیزو رسنیو کاروونکي د کابل سیدالشهدا ښوونځي تر برید وروسته د یوې نجلۍ انځور خپور کړی دی چې په خپل لاس کې یې په ژړغوني حالت کتاب نیولی دی. […]

Continue Reading

ملي امنیت ریاست: د احمد ضیا سراج خبرې تحریف شوې او حقیقت نه لري

د ملي امنیت ریاست په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دې ریاست د رییس احمد ضیا سراج خبرې چې د رسنیو په هکله یې کړې تحریف شوې او حقیقت نه لري. ادعا د ولسي جرګې غړی عارف رحماني د ۲۰۲۱ زیږدیز کال د مې په ۴مه ویلي وو چې د ملي امنیت رییس، احمد […]

Continue Reading

ایا د ولسمشرۍ دفتر له خوا د قرنطین طرحه رد شوې؟

د ټولنیزو رسنیو کاروونکو تر منځ یو ناسم خبر لاس په لاس کیږي ګواکې دا چې د ولسمشرۍ دفتر له خوا د کرونا ویروس د درېیمې څپې مخنیوي په موخه د ښوونځیو او پوهنتونونو د تړل کېدلو یو نیم میاشتنی طرحه رد شوې ده. ادعا د ټولنیزو رسنیو کاروونکو تر منځ یو خبر د روان […]

Continue Reading

پاکستان ته د غني پټ سفر، سم که ناسم؟

یو شمېر پاکستاني رسنۍ راپور ورکړی دی چې ولسمشر محمد اشرف غني پاکستان ته پټ سفر کړی دی. ادعا پاکستاني خبریال او د پاکستان د دنیا ټلویزیون رییس کامران خان د ۱۴۰۰ هجري لمریز کال د ثور په ۹مه ویلي چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني څو میاشتې وړاندې پاکستان ته پټ سفر کړی دی. […]

Continue Reading

د کابل په لب جر سیمه کې د ماین چاودنه نه ده را منځ ته شوې

د ټولنیزو رسنیو کاروونکي د اکسیجن د ګازو ډبي تر چاودنې وروسته ویلي چې د کابل خیرخانې لب جر سیمه کې یوه چاودنه را منځ ته شوې ده. د ټولنیزو رسنیو کاروونکو له خوا نور جزیات نه دي ورکړل شوي خو خلک اندېښمن وو چې دا به د ماین چاودنه وي. ادعا د ټولنیزو رسنیو […]

Continue Reading

د عراقي ماشوم انځور د لوګر ټپي شوي ماشوم په توګه خپور شوی

د یوه عراقي مور او ماشوم پخوانی انځور په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کیږي ګواکې دا چې د لوګر په چاودنه کې ټپي شوی وي. ادعا د ټولنیزو رسنیو کاروونکي د روان کال د ثور په ۱۱مه د یوه ټپي شوي ماشوم انځور خپور کړی او ویلي یې دي چې د لوګر په […]

Continue Reading