
د ټولنیزو رسنیو فیسبوک او انسټاګرام ګن شمېر کاروونکو د یوې ټوریسټې مېرمنې یوه ویډیو خپره کړې، چې دغه مېرمن د هغه ځای په لېدلو سره حیرانیږي، چې په ویډیو کې ښکاري. خو د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دا ویډیو له دې ادعا سره خپره کړې، چې ګواکې نوموړې نورستان ولایت ته تللې او هلته د نورستان د ښکلا په لیدلو سره د حیرانتیا احساس کوي.
موږ د دې ویډیو بشپړه ارزونه وکړه او مالومه شوه، چې په ویډیو کې دغه سیمه په افغانستان نورستان کې نده، بلکې د ایران په شمال کې د تنکابن ښار دشت دریاسر ښکلې سیمه ده.
بشپړ مطلب د فکټ کریسنډو په دې کتنه کې ولولئ!
لومړی تاسې کولی شئ، د ټولنیزو رسنیو فیسبوک او انسټاګرام کاروونکو څو پوسټونه په لاندې ډول د نمونې په توګه وګورئ.

Archive | Facebook Post
Archive | Instagram Post
حقیقت څه دی؟
د ټولنیزو رسینو ادعا ناسمه او دروغ ده. په ویډیو کې دغه ځای په افغانستان نورستان ولایت کې ندی، بلکې د ایران په شمال کې د تنکابن ښار دشت دریاسر ښکلې سیمه ده.
د یادوولو وړ ده، چې د افغانستان نورستان ولایت هم یوه ښکلې او شنه سیمه ده، خو دا ویډیو د نورستان نده.
موږ ولې وایو، چې په دغه ویډیو کې دا ځای نورستان ندی، بلکې د ایران دشت دریاسر سیمه ده؟
موږ د دې ویډیو څو منظم سکرین شاټونه، په ګوګل ایمیج کې وپلټل، په ګوګل کې مو د دشت دریاسر نوم وپلټلو او اصلي ویډیو مو وموندله، چې په لاندې توګه شواهد په لاس راغلل. دا شواهد ښیي، چې په دې ویډیو کې دغه سیمه په افغانستان نورستان ولایت کې نده، بلکې په د ایران په شمال کې ده.
همدغه مېرمن چې په ویدیو کې ښکاري، موږ یې اصلي انسټاګرام اکونټ پیدا کړ، چې د tabiatgardi_ba_shadi په نوم دی. نوموړي انسټاګرام اکونټ له دې ویډیو سره په کپشن کې لیکلي «دشت دریاسر تنکابن یکی از زیباترین جاهای دیدنی شمال ایران است…»

تاسې کولی شئ ویډیو وګورئ، چې همدا مېرمن په ویډیو کې هم د (دشت دریاسر) نوم اخلي:

همدا راز موږ په ګوګل کې د دشت دریاسر په کلیدي تورو سره اړوند انځورونه ولټول، چې په pinterest.com کې مو دغه ځای کې د سیلانیانو انځورونه وموندل.
هلته له دې انځورونو سره د تفصیل یوه برخه کې داسې لیکل شوي: «دریاسر تنکابون میدان د ایران په شمال کې یو له خورا ښکلي ځایونو څخه دی، چې د خپلې ځانګړې ښکلا او طبیعت له امله جذاب دی …»

همدا راز تاسې کولی شئ د iranparadise.com ویبسایټ کې د دشت دریاسر په اړه مالومات او تفصیل ولولئ.
هلته د دشت دریاسر په اړه لیکل شوي: «دریاسر د ایران په شمال کې یو له خورا ښکلي او زړه را ښکونکو ځای څخه دی…».

پایله: د فکټ کریسنډو موندنو وښودله، چې د ټولنیزو رسینو ادعا ناسمه او دروغ ده. په ویډیو کې دغه ځای په افغانستان نورستان ولایت کې ندی، بلکې د ایران په شمال کې د تنکابن ښار دشت دریاسر ښکلې سیمه ده.
همدا راز د یادوولو وړ ده، چې د افغانستان نورستان ولایت هم یوه ښکلې او شنه سیمه ده، خو دا ویډیو د نورستان نده.
سرلیک: په ویډیو کې دا ځای د افغانستان نورستان ولایت ندی، بلکې د ایران دشت دریاسر سیمه ده!
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: False

